د طالبانو د محدودیتونو دوام؛ یو شمېر افغانان: تفریحي سیمو ته له ورتګه محروم شوي یوو

ارشیف: په افغانستان کې د یوه تفریحي پارک انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي چې په تېرو کلونو کې د هوا په ګرمېدو د مېلې او چکر لپاره له ښارونو لرو پرتو شنو او تفریحي سیمو ته تلل، خو اوس د طالبانو د حکومت له لوري د لګول شویو محدویتونو له امله نه شي کولای.

د هوا په ګرمېدو ډېری کورنۍ غواړي چې تفریحي ځایونو او پارکونو ته لاړې شي، خو وايي چې په وروستیو کلونو کې تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه نه‌لري.

د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ ادعا کوي چې د ښځو د موجودیت له کبله ډېری وخت تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او دغه شان د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له ناسم چلند سره مخ شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکي نازو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې دلته د مزارشریف په ښار کې اوسېږو مخکې به چې کله مېلمانه راغلل نو موږ به روضې ته بیول، خو اوس څو ځلې ورسره تللی یو اجازه یې نه ده راکړې، که درته ووایم چې موږ د طالبانو په دوره کې تراوسه روضه نه ده لیدلې چې څنګه ده."

د کابل ښار اوسېدونکې زرمینه هم ورته ستونزه یادوي او په اړه یې ازادي راډیو ته وايي: "د طالبانو د حکومت له راتګه مخکې موږ ازاده وو، یعنې کله به مو چې زړه وغوښتل پارکونو او تفریحي ځایونو ته تلای شو، خو اوس نه شو کولای چې لاړ شو، ځکه ځینې محدویتونه وضع شوي دي."

په تفریحي ځایونو کې د طالبانو له لوري وضع شویو محدیتونو هلته د رسټورانټونو د خاوندانو او هټېوالو پر کاروبارهم بده اغېزه کړې ده.

د کابل د ځاځي پارک یو هټیوال وايي: کار مو ښه چلېده، الحمدالله ټکه پوکه کېدله، خلک به راتلل، ځوانان، مشران او کورنۍ به راتلې خو اوس دا ډېره موده کېږي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې هرڅه په ټپه ولاړ دي.

د کابل په ځاځي پارک کې یوهټیوال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "دلته مو دوکان دی ځاځي پارک کې پخوا بازارونه ډېرښه و، کار مو ښه چلېده، الحمدالله ټکه پوکه کېدله، خلک به راتلل، ځوانان، مشران او کورنۍ به راتلې خو اوس دا ډېره موده کېږي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې هرڅه په ټپه ولاړ دي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند عبدالغفارسباوون پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دغه وزارت د ۲۰۲۲م کال د نومبر په میاشت کې مېرمنې پارکونو او تفریحي ځایونو له تګه منع کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو سیاسي، ټولنیز، د ښوونې او روزنې او د کار په برخو کې ګڼ محدیتونه لګولي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.