غزه کې د ۱۰۰ کسانو پر وژنې نیوکې؛ د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو یې په اړه څېړنه غوښتې

شنبه سهار وختي د اسراییلو په هوايي برید سره په مرکزي غزه کې د تابعین ښوونځی هدف وګرځېد او ونړېد چې فلسطیني بې ځایه شوي په‌کې دېره وو.

پر غزې د اسراییلو وروستي برید چې شاوخوا سل کسان په‌کې وژل شوي کلکې نیوکې پارولي دي.

شنبه سهار وختي د اسراییلو په هوايي برید سره په مرکزي غزه کې د تابعین ښوونځی هدف وګرځېد او ونړېد چې فلسطیني بې ځایه شوي په‌کې دېره وو.

ساعتونه ساعتونه ژغورندویه ټيمونو او د سیمې مرستندویانو د مړو او ایسارو کسانو د لټون هڅې کولې.

دغه برید د امریکا او اروپايي ټولنې په شمول د ګڼو لوریو کلک غبرګونونه پارولي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې د اسراییلو په دغه برید کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه د امریکا د دولت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

په بیان کې راغلي چې که څه هم اسراییلي چارواکو ویلي چې د حماس ډلې غړي یې هدف ګرځولي، خو امریکا په دې اړه د زیاتو جزییاتو غوښتونکې ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا دې ته په اشارې چې حماس له ښوونځي پوځي ګټه اخلي ویلي: "په وار وار مو تکرار کړې چې اسراییل باید د ملکیانو د تلفاتو د کمېدو لپاره ګام پورته کړي."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورېل په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې لیکلي د غزې په یوه ښوونځي باندې چې اوس د کډوالو پنډغالی دی د برید انځورونو په وحشت کې اچولی دی.

جوزپ بورېل

هغه ویلي، تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه لس ښوونځي هدف ګرځول شوي.

بورېل ویلي: "د دغو ډل وژنو لپاره هېڅ توجیه نه‌شته."

بورېل ویلي، اوربند د ملکیانو د وژنې د بندېدو او د یرغمل شویو د خوندي خلاصون یوازینۍ لار ده.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې حکومت ویلي چې شنبه سهار وختي د اسراییلو په دغه برید سره سل تنه وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له دې بریده یوه ژوندي پاتې کس عبدالله اکیلا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "موږ کرار ناست وو چې ناڅاپه هاوان راغی او دلته ولګېد، یو بل هاوان هم د ښوونځي دروازې سره ولګېد، دواړو ښوونځیو کې بې ځایه شوي ملکیان او ماشومان اوسېدل، موږ له یو ساعت راهیسې د ماشومانو د بدن ټوټې ټولوو، دا ظلم دی، تر څه وخته به موږ داسې پاتې یوو؟ موږ نور ستړي یو، بس دی."

د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د حماس ډلې غړي په دغه ښوونځي کې پټ وو او له هغه ځایه یې د اسراییلو په خلکو او پوځیانو د عملیاتو لارښوونې ورکولې.

اروپايي ټولنه او امریکا حماس یو ترهګر سازمان ګڼي.

اخوا قطر هم چې د اسراییلو او حماس تر منځ د سولې د خبرو یو منځګړی دی د دغه برید د عاجلو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټرې په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې اسراییل په نسل وژنې تورن کړی.

فرانچسکا البانیزې په خپل پیغام کې لیکلي چې اسراییل هر ځای د فلسطینیانو نسل وژنه کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دېوېد لامې ویلي چې پر تبین ښوونځي د اسراییلو د پوځ په برید او د خلکو په وژل کېدو سخت خواشینی دی.

د تېر ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه حماس جنګیالیو پر اسراییل په برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. دغه برید پر غزې د اسراییلو د پراخو ځمکنیو او هوايي بریدونو د پيل لامل شو.

تر دې دمه په دغو بریدونو کې د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت نږدې څلوېښت زره کسان (۳۹۷۹۰) تنه فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۹۲زره تنه نور ټپیان دي.