د افغان مېرمنو پر سپورتي فعاليتونو بنديز؛ ملګري ملتونه: ورزشي بنسټونه بايد په‌دې اړه پرېکنده اقدام وکړي

افغان ښځينه ورزشکارانې، انځور - ارشيف

ملګري ملتونه وايي، د ورزش ملي او نړیوال بنسټونه باید د طالبانو له لوري په هر ډول سپورټي فعالیتونو کې د افغان مېرمنو د بندیز په اړه پرېکنده اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د شته محدیتونو په اړه د اندېښنو په دوام ملګروملتونو له ټولو ورزشي بنسټونه غوښتي چې په‌دې اړه جدي اقدامات وکړي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پرون جمعه (د اګسټ ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، طالبانو نږدې درې کاله افغان مېرمنې له هر ډول سپورټي فعالیتونو منع کړي، چې دا د هغوی له حقونه ښکاره سرغړونه ده او د بشریت پر وړاندې ممکنه جنایت بلل کېدای شي.

د کارپوهانو دې ډلې دغه شان سپارښتنه کړې، چې باید په افغانستان کې د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو پر حقونو د سرغړونې لړۍ ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

دغې ډلې دغه شان د المپیک نړیوالې کمېټې ته په یوه لیک کې ویلي، چې له محدودیتونو سره سره د المپیک په سیالیو کې د افغان مېرمنو ګډون د ستاینې وړ دی، خو باید ورزشي بنسټونه د افغان ورزشکارانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د دغه سازمان د کارپوهان د یادې ډلې غړي، ریچارد بېنیت هم په خپله ايکس‌پاڼه کې دا اعلاميه خپره کړې او ویلي يې دي، که څه هم په نړیوالو میدانونو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو له ګډون خوښ دی، خو له ورزشي بنسټونو غواړي، چې لا هڅه وکړي او په خبره یې دا د دوی مسوولیت دی چې په سپورت کې د ښځو او نجونو د ګډون پر وړاندې د طالبانو بندیز چلنج کړي.

دا په‌داسې حال کې چې د پاریس په المپیک لوبو کې د کډوالو د المپیک ټیم غړې منیژه تلاش پرون جمعه د اګسټ ۹مه وروسته له هغه له‌‌دې لوبو منع شوه، چې په مقدماتي لوبه کې یې په اغوستو ورزشي جامو کې د ازادو افغان ښځو کلمه لیکل شوې وه.

افغان ورزش کاره منيژه تلاش

رویټرز خبري اژانس نن شنبه د اګست ۱۰مه د یوه راپور له‌مخې ویلي، اغلې تلاش چې په هسپانیا کې اوسیږي، هالندۍ انډیا سردجوی ته یې د بایللې مقدماتي لوبې په مهال په نیلي رنګه کمیس په سپنیو لویو تورو دغه عبارت لیکل شوی و.

سیاسي شعارونه او بیانونه د لوبو په ډګر او د المپیک په پوډیمونو کې منع دي.

د نڅا د سپورټ نړیوال فدراسیون په یوه بیان کې وویل، مېرمن تلاش په خپلو جامو کې د سیاسي شعار ښودلو په خاطرله لوبو منع شوې ده.

له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې ټولو ښځینه افغان ورزشکارانو ته پام وکړي او د هغوی غږ واوري."
رقيه علي‌زاده

که څه هم وړاندې د منیژې په ګډون د پاریس په المپیکي سیالیو کې د ټولو افغان لوبغاړو په ځانګړي توګه د مېرمنو ګډون په پراخه کچه ستایل شوی و، خو په دغو لوبو کې پر یوې افغانې ورزشکارې بندیز ځینې ښځینه افغان ورزشکارانې اندېښمنې کړې دي.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم غړې رقعیه علي‌زاده وايي، د پاریس د المپیک سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ګډون ټولو لوبغاړو ته روحیه ورکوي.

هغې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم طالبانو موږ له ټولو ورزشي فعالیتونو منع کړي یو، خو له نېکه‌مرغه زموږ یو ټیم دا مهال په فرانسه کې دی او د لوبو په کولو سره موږ ټولو ته ویاړ رابښي. له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې ټولو ښځینه افغان ورزشکارانو ته پام وکړي او د هغوی غږ واوري."

په کابل کې یوې بلې افغان ورزشکارې چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال یوازې افغان ورزشکاران دي چې د طالبانو خلاف د افغانستان واقعي انځور نړۍ ته وړاندې کوي.

په دې اړه نور: دوه افغان نجونو پرون د المپيک سياليو کې له خپلو سيالانو سره مسابقه وکړه

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب شپږو لوبغاړو درې ښځینه او درې نارینه‌و ګډون کړی وو، سربېره پر دې پنځو افغان لوبغاړو هم په دغو سیالیو کې د کډوالو د لوبډلې د یوې برخې په توګه ګډون کړی دی.

د رویترز په وینا دغو افغان لوبغاړو ته د المپیک نړیوالې کمېټې په سمبولیکه توګه دغه بلنه د دې لپاره ورکړې، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته چې ښځې او نجونې یې له سپورټونو او ورزشي جیمونو منع کړي، یو پیغام ورکړي.

که څه هم طالبانو په ځانګړې توګه په ورزشي فعالیتونو کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د تازه اندېښنو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پاریس ۲۰۲۴ المپیکي سیالیو کې د درې افغان نجونو ورزشکارانو ګډون، چې په بهر کې اوسېږي په رسمیت نه و پېژندلی.