طالبانو په بانکونو کې پر حساب لرونکو د محدودیتونو کچه کمه کړې؛ سوداګر: په اسانه خپلو پیسو ته لاسرسی نه‌لرو

ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي بانک یو انځور

په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې بانکونو کې پر حساب لرونکو محدودیتونه کم کړي، یو شمیر حساب لرونکي شکایت لري چې خپلو پیسو ته په اسانه لاسرسی نه‌لري.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې په یوه بانک کې د انفرادي حساب خاوند دی او نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "څه موده مخکې اعلان شوی و، څوک چې غواړي پیسې وباسي په اوونۍ کې ۱۰۰۰ ډالره اخیستی شي، خو بیا به هم چې موږ مراجعه کوله داسې به نه کېده، زر ډالره به یې نه ورکول، چې ډېرې یې ورکولې په اوونۍ کې ۲۰ زره افغانۍ هغه هم په ډېرې سختۍ، بیروبار او جنجال."
نه یوازې انفرادي حساب لرونکي بلکې د سوداګرۍ حساب لرونکي هم خپلو پیسو ته د لاس‌رسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.

جهاد سنګین چې په خوست کې د ورزشي توکو کاروبار او د افغانستان په یوه بانک کې سوداګریز اکاونت لري وايي، له دوو کلونو راهیسې یې پیسې په‌دې بانک کې بندې دي او په وار وار شکایت سره سره یې، نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "پیسې زموږ دي او ماته مې پیسې نه راکوي او بیا مالیه هم ترې ګرځول کېږي چې دا ډېره د درد او خپګان خبر ده، بیا ما افغانستان بانک ته عریضې وکړې او دلته مرکزي بانک ته ورپسې راغلم کابل ته، خو تر اوسه چا مثبته خبره نه‌ده کړې ټولې منفي خبرې دي."

دا شکایتونه داسې مهال دي چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک سرپرس رییس نوراحمد اغا د اګست په اوومه نېټه ملي راډيو تلوېزیون ته ویلي چې د بانکونو انفرادي حساب لرونکي اوس په اوونۍ کې، یو کس تر ۲۰۰۰ ډالرو چې یو لک او ۵۰زره افغانۍ کېږي، له خپلو حسابونو اخیستلی شي چې دا شمېر پخوا زر ډالره او یا ۷۰ زره افغانیو پورې محدود و.

ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخې ته ګڼه ګوڼه

د نوراحمد اغا د معلوماتو له مخې دغه شان په دې حسابونو کې د پیسو ایستلو مبلغ په میاشت کې له دوه‌ نیم لکه افغانیو څخه ۵ لکو ته او په ډالري حسابونو کې له ۳زره امریکايي ډالرو څخه ۶زره امریکايي ډالرو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: "شرکتي حسابونو کې د پیسو ایستلو مبلغ له پنځې سلنې څخه لس سلنې ته لوړ شو په دې شرط چې یاد مبلغ په میاشتني ډول له دوه لکه امریکايي ډالرو یا معادل یې په افغانیو لوړ نه شي، له دې مخکې دا محدودیت یو لک ډالره و."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نورو برخو تر څنګ د دې هېواد د بانکدارۍ سیستم هم له ننګونو سره مخ شو او ډېری هغه کسان یې له ستونزو سره مخ کړل چې شتمنۍ یې په بانکونو کې وې.

په لومړي سر کې یو کس یوازې په اوونۍ کې له خپل بانکي اکونټ یا حساب څخه ۴۰۰ امریکايي ډالره ایستلی شوې چې په تدریجي ډول د څه مودې په تېرېدو سره دا رقم ۶۰۰ ډالرو او بیا وروسته زر ډالرو ته لوړ شو.

ها خوا امریکا د افغانستان څه باندې ۷ میلیارده ډالره شتمني ګنګل کړه او پر بانکي او مالي سیستمونو یې بندیزونو ولګول.

دغو پیسو ته د افغانستان د مرکزي بانک لپاره د امریکا له‌خوا وړاندیز شوی یو شرط دا دی چې د طالبانو د لوړپوړو غړو پر ځای باید تجربه لرونکي او تکنوکرات کسان د دغه بانک په رهبرۍ کې وګمارل شي څو دغه اداره له سیاسي لاسوهنو لیرې وساتل شي.

خو د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک اوسنی مشر نوراحمد آغا د امریکا د ترهګرۍ ضد بندیزونو لاندې دی.