اندونیزیا کې لس کاله بې برخليکه او د انتظار ژوند؛ يو افغان کډوال د ځان وژنې تر هڅې وروسته مړ شوی

ارشیف: په اندونیزیا کې یو افغان کډوال

د محمد ياسين نظري په نوم یو افغان کډوال د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا "يو اين ايچ سي آر" دفتر مخې ته د ځان وژنې هڅه کړې چې وروسته یې له امله مړ شوى دی.

په اندونیزیا کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې ۳۵ کلن افغان ځوان محمد یاسین نظري په جاکارتا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته ځکه د ځان وژنې هڅه کړې چې د دوى په خبره ياد دفتر يې ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د کډوالۍ کېس بشپړېدو او په يو بل هېواد کې بیا مېشتېدو ته په تمه و، خو د يوې لسيزې په تېرېدو سره يې لا هم ځواب نه و تر لاسه کړى او اقتصادي ستونزې یې هم ډېرې شوې وې.

په اندونیزیا کې یو افغان کډوال جاوېد رباني ازادي راډیو ته وویل: "هغه د يو این ایچ سي آر د دفتر مخې ته اعتراض کړې و او څه موده یې خپله کوټه هم پرېښې وه وتلی او له نورو اعتراض کوونکو و سره یې یو ځای شکایت درلود، خو خبره يې نه وه اورېدل شوې او د فشارونو په پایله کې چې رواني حالت يې ښه نه و د ځان وژنې هڅه وکړه."

په اندونیزیا کې د کډوالو د حقونو یو فعال عزت احمدي ادعا کوي چې نظري د سه شنبې په شپه وروسته له هغې چې خپل د لاسونو رګونه پرې کوي د "يو اين ايچ سي آر" دفتر د ساتونکو له خوا پرته له دې چې څوک ورسره وي په ټکسي کې روغتون ته لېږدول کېږي، خو د نوموړي مړى د چهارشنبې په ورځ سهار اوه بجې د جاکارتا د اورګاډي پټلۍ تر څنګ موندل شوى دی.

د غزني ولایت اوسېدونکی د محمد ياسين نظري ورور ضياء نظري وايي چې ورور يې ٣٥ کلن و او د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې له افغانستان څخه اندونيزيا ته تللى و.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ د خپل ورور له مړینې خبر شو.

نوموړي زیاته کړه :"یاسین شاوخوا لس کاله وړاندې د زرګونو نورو کډوالو په څېر د ښه ژوند په هیله اندونیزیا ته ولاړ، خو په دې نه پوهېده چې تورې ورځې ورته په تمه دي، د يکشنبې په ورځ يې راته وويل چې د سي شنبې په ورځ يو این ایچ سي آر دفتر سره ملاقات لري، خو نه پوهېږم چې دې ادارې هغه ته د ننوتلو اجازه ولې ورنه کړه او دا بده پېښه څنګه ورته پېښه شوه."

ارشیف: په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د یوه لاریون انځور

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت د افغان کډوال محمد یاسین نظري مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړي او یو شمېر نورو اعتراض کوونکو د ملګرو ملتونو د مرستو د بندېدو په غبرګون کې اعتراضونه کړي وو چې وروسته دا پېښه وشوه.

خو د سفارت ویاند احمد طارق ثاني ازادي راډیو ته وویل چې د محمد یاسین نظري د مړینې دقیق لامل لا نه دی څرګند.

ثاني زیاته کړه: "وروسته له هغې چې د يادې ادارې ساتونکو ورته د همدې ادارې د کېسونو د افسرانو سره د ليدو اجازه ورنه کړه، محمد ياسين په هغه چاقو چې په لاس کې يې و، د خپل لاس رګونه پرې کړل، د هغه د وژنې اصلي لامل په اړه عدلي طب او پوليس موږ ته معلومات نه دي راکړي."

په اندونیزیا کې مېشتو افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې د سي ار اس په نوم یوه موسسه له یو شمېر کډوالو سره مالي مرستې کوي او محمد یاسین یو له هغو کسانو و چې دا مرستې پرې بندې شوې وې او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

په اندونیزیا کې افغان کډوال وايي چې تر دې وړاندې ۱۷ نورو کسانو هم د خپلو کېسونو د ځنډېدو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله ځان وژنه کړې ده.

هڅه وشوه چې په دې اړه په اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ نظر هم واخیستل شي، خو هغوی تر دې دمه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

افغان کډوالو له لسو ورځو راپه دېخوا په یاد هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته د خپلو کېسونو د برخلیک او کډوال مننونکو هېوادوتو ته د تګ په موخه پرلت وهلی دی.

دې کډوالو مخکې هم څو ځلې اعتراضونه کړي چې په ځینو مواردو کې د اندونیزیا د پولیسو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې له هغو کسانو سره چې تازه تللي د افغان کډوالو شمېر ۵۵۰۰ کسانو ته رسېږي، کوم چې د دوی په خبره له ملګرو ملتونو سازمان سره ثبت دي.