یو شمېر کابل ښاریان په ځانګړي ډول ښځې له ټرانسپورټي ستونزو شکایت کوي

ارشیف: د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي بازار

یو شمېر کابل ښاریان په ځانګړي ډول ښځي شکایت کوي چې دعامه ټرانسپورټ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې د ملي بسونو فعالیت د تېر په شان منظم نه دی او وړې موټرې د طالبانو له وېرې دوی نه وړي.

د کابل ښار اوسېدونکې لېمې ازادي راډیو ته وویل: "که ښځې په ټکسیو کې یوازې هم وي ترې پوښتنې کېږي او که چېرې کوم نارینه چې ورور یې وي یا خاوند یا بل څوک هم ورنه پوښتنې کېږي، ټول معلومات به ورکوې، بیا به طالب قانع کېږي او د تګ اجازه به درکوي، ملي بسونه هم همدا ستونزې لري چې ښځینه او نارینه په ګده ورنه استفاده نه شي کولای او مشخص هم نه شته چې دا ملي بس د ښځو او دا دې د نارینه‌وو لپاره وي."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ورته شکایت لري: "موږ په کافي اندازه ملي بسونو ته لاسرسی نه لرو، شمېر یې زیات دی خو یو نظم او ترتیب دوی نه ورته لري، لکه دا چې ښځو او نارینه‌وو ته دې جلا ملي بسونه ووسي، بل ټکسي چلوونکي هم ښځې چې یوازې وي نه یې پورته کوي، ځکه امارت او امر بالمعروف نه وېرېږي، بل لایني موټرو کې چې د ښځو شمېر کم وي د هغوی کرایې نه ور پوره کوي، ښځې دغه ډول ستونزو سره مخ دي."

دوی وايي، دا ستونزه په ځانګړي ډول مازدیګر مهال د دولتي کارکوونکو د رخصتي په وخت کې ډېره وي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د ملي بسونو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د ملي بس شرکت نه معلومات واخلي، خو مشر یی ولي سعد د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

بلخوا یو شمېر ټکسي چلونکي وایي، دوی ځکه ښځې په خپلو موټرو کې نه وړي، که یوه کسه ښځه مخکې سیټ کې کېنوي د یو نفر کرایه سوځي او که دوه کېنوي د طالبانو له غبرګون سره مخ کېږي.

ارشیف: په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو انځور

د کابل ښار یو ټکسي چلوونکو شېرخان ازادي راډیو ته وویل: "که یوه ښځه وي مجبور یو چې مخکې سیټ کې یوه ښځه کېنوو، د یو کس کرایه وي او که ټول نارینه وي، خو بیا ښه ده، خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ یوو."

بل موټر چلوونکی هجرت‌الله بیا وايي، که مخکې سیټ کې ښځه یوازې هم کېنول شي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف د محتسبینو له خوا پوښتل کېږي.

نوموړی وايي، اوس د دوی کار ډېر خرابه شوی، ځکه په خبره طالبان ان مخکې سیټ کې دوه نارینه سورلیو ته هم اجازه نه ورکوي.

هغه وويل: "خاص کار او بار نه شته، موږ څلور سورلۍ (موټر) کې کېنوو، یو مخکې درې کسه شاته، پخوا مو پنځه کسان بیول، دوه مخکې سیټ کې او درې شاته، امارت ویل چې باید مخکې یو کس وي او درې شاته، په دې کې موږ ته خاص پیسې او ګټه نه پاتېږي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د کابل مېشتو ښځو د ټرانسپورټي ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو معلومات ولري، خو د ټرانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي پوښتنې ځواب نه کړې او د امر بالمعروف وزارت له چارواکو سره په خبرو ونه توانېد.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت پر ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو او بندیزونو تر څنګ د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفرونو هم بندیز ولګاوه، خو دا څوم ځل دی چې ښځې او موټر چلوونکي د ښار په منځ او په لنډ واټن سفر کې هم د ورته محدودیت یادونه کوي.