زیلینسکي له اوکراین سره تړون د کییف او نورو لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له اوکراین سره د اوږدمهاله مرستو د هغه نوي تړون چې په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په ترڅ کې بشپړ شو، هرکلی کړی او هغه یې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

زیلینسکي همدارنګه د اوکراین د امنیت د خوندي کولو لپاره د امریکا د مشرتابه د پرېکنده اقدام ستاینه وکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې له زیلینسکي او د ناټو له مشرانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې د دغه تړون چې د اوکراین تړون په نوم یاد شوی اعلان وکړ.

د دغه تړون له مخې متحده ایالات او څه باندې شل نور هېوادونه او اروپایي اتحادیه د اوکراین د خوندیتوب په برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن وویل: "په لنډمهال کې به موږ اوکراین ته د وسلو، مهماتو، روزنې او مرستو ورکولو ته دوام ورکړو چې د روسیې یرغل په شا وتمبوي. په اوږدمهال کې به کله چې دغه جګړه پای ته ورسېږي او پوتین بیا هیڅکله هم هڅه ونه کړي، ټولو هېوادونو چې د دغه تړون ملاتړ کړی، ژمنه یې کړې چې اوکراین بېرته په خپلو پښو ودروي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل، له اوکراین سره دغه تړون چې دوی بشپړ کړی، د دوی ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته داخلوي.

هغه دا د اوکراین او ټولو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي له بایډن څخه د هغه د مشرتابه او د هڅو په خاطر مننه وکړه چې د ده په خبره زموږ امنیتي همکاري په یوه پرېکنده اقدام سره خوندي کوي.

زیلینسکي وویل، په دې برخه کې ۲۳ پیاوړې موافقې شوي او یو شمېر نورو هېوادونو سره به هم موافقې وشي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې له امریکا سره هم یو مهم تاریخي امنیتي تړون شوی دی.

د اوکراین ولسمشر وویل، دغه تړون له کییف سره مرسته کړې چې د روسیې د روان پراخ یرغل په وړاندې چې له پیله یې ۲۸ میاشتې وځي، د دفاع لپاره مهم دفاعي سیسټمونه ترلاسه کړي.

د ناټو د ۲۴ غړیو هېوادونو مشرانو او اوکراین دغه تړون له اوکراین سره د دفاع د پیاوړتیا او نورو ژمنو د یوې برخې په توګه تصویب کړ.

د دغه تړون لاسلیک کونکو همدارنګه ژمنه کړې چې په اوکراین کې د روانې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، که روسیه بیا پر اوکراین برید کوي ورته به په چټکۍ او په ګډه په لوړه کچه ځواب وایي.