د بریتانیا نوي صدراعظم د خپل هېواد د بیارغونې او ځینو بدلونونو ژمنه وکړه

د بریتانیا نوي صدراعظم کییر سټارمر چې د کارګر ګوند مشر دی، په ډېره چټکۍ د خپلې کابینې ځینې غړي معرفي کړل.

د بریتانیا نوي صدراعظم په ټاکنو کې تر قاطع بریا وروسته، د خپل هېواد د بیارغونې او ځینو بدلونونو ژمنه وکړه.

د بریتانیا نوي صدراعظم په عمومي ټاکنو کې تر بریا وروسته، د درېیم چارلز په بلنه بکینګهم ماڼۍ ته لاړ او د خپلې کابینې د جوړېدو خبر یې ورکړ.

کییر سټارمر په ټاکنو کې له بریالي کېدو سره په بریتانیا کې د محافظه کارو څوارلس کلنه واکمني ختمه کړه.

هغه د صدراعظم په توګه په خپله لومړۍ وینا کې د مخکېني صدراعظم ریشي سوناک کارونه وسایل او ویې ویل چې د سوناک پر هڅو باید سترګې پټې نه شي.

هغه وايي: "تازه له بکینګهم ماڼۍ راستون شوم. هلته مې دغه ستر ملت ته د نوي دولت د جوړېدو لپاره د اعلیحضرت پاچا بلنه ومنله."

د بریتانیا نوي صدراعظم کییر سټارمر د خپلې کابینې د جوړولو په لومړي ګام کې ډېوېډ لامي (David Lammy) د بهرنیو چارو د وزیر او ریچل ریوز (Rachel Reeves) د بریتانیا د خزانې د لومړۍ ښځینه وزیرې په توګه ونومول.

سټارمر دغه راز ویلي چې بریتانیا دا مهال پراخو بدلونونو ته اړتیا لري او په ځینو مواردو کې باید بیارغونه وشي.

د بریتانیا تر مخکېني صدراعظم ګورډن براون وروسته له ۲۰۱۰م کال راهیسې د کارګر ګوند هېڅ سیاستوال په قدرت کې نه و.

د بریتانیا تر مخکېني صدراعظم ګورډن براون

د بریتانیا په عمومي ټاکنو کې کارګر ګوند د بریا لپاره ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا درلوده چې د پارلمان د ۶۵۰ څوکیو اکثریت ترلاسه کړي.

کله چې پرون ماسپښین په ټاکنو کې د کارګر ګوند د څه باندې ۴۰۰ غړو د بریا خبر ورکړل شو، د کییر سټارمر د صدارت لپاره لار اواره شوه.

سټارمر په ۱۹۶۲م کال کې په لندن کې زېږېدلی، پلار یې په یوه کارخونه کې کارګر او مور یې نرسه وه.

هغه په ۲۰۰۷م کال کې له ویکټوریا الکساندر سره واده کړی او دوه اولادونه لري چې یوه یې لور او بل یې زوی دی.