د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

بریتانیا کې عمومي انتخابات؛ له اروپايي اتحاديې د وتلو برخلیک هم روښانه کېږي


د رأیې ورکولو مرکزونه د سهار په ۷ بجو پرانیستل شول او د شپې په لس بجو به وتړل شي.
د رأیې ورکولو مرکزونه د سهار په ۷ بجو پرانیستل شول او د شپې په لس بجو به وتړل شي.

د بریتانیا خلک نن د ډسمبر په ۱۲مه، په داسې انتخاباتو کې ګډون کوي چې یا به د دې هېواد لپاره له اروپايي اتحاديې د وتلو لاره خلاصه کړي او یا به یې د بلې یوې ټولپوښتنې پر لور بوځي چې له دغې اتحادیې د وتلو پرېکړه لغوه کولای شي.

د رأیې ورکولو مرکزونه د سهار په ۷ بجو پرانیستل شول او د شپې په لسو بجو به وتړل شي.

د بریتانيې د پارلمان د استازو مجلس (دعوامو خونه) ته د ورتګ لپاره، په انتخاباتو کې له ۶۵۰ انتخاباتي حوزو کاندیدان درېدلي دي.

د رسمي پایلو د څرګندېدلو لړۍ نن په یوولس بجو پېل شوه او د سبا ماښام تر پنځو بجو اعلانېږي.

د دې میاشتې په پېل کې په بریتانیا کې د انتخاباتو د څارنې شپږو ادارو وویل چې ورته جوته شوې چې ډېر خلک محافظه کارګوند چې بوریس جانسن یې په سر کې دی، غوره بولي.

خو د دغو نظر شمېرنو له مخې ښایي دغه دواړه لوی ګوندونه ونه‌شي کولای چې د پارلمان لږ تر لږه ۳۲۶ څوکۍ چې په یوازې سر د حکومت جوړولو لپاره ورته اړتیا ده، خپلې کړي.

محافظه کار ګوند له خلکو سره ژمنه کړې چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو پروګرام به چې برېکزټ ورته ویل کېږي، بشپړ کړي.

په دوهم ځای کې د بریتانیا کارګر ګوند دی. د جرمي کوربن په مشرۍ دغه اپوزېسون ګوند وړاندیز کړی چې د برېکزټ پر شرایطو بیا مذاکره وشي او دا مسئله له نویو شرایطو سره بیا ټولپوښتنې ته راجع شي.

د کوربن ګوند وړاندیز دا امکان هم پېښ کړی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ټولپوښتنې پر اساس د برېکزټ پرېکړه لغو شی.

خو په بریتانیا کې د انتخاباتو په اړه په څېړنو کې څرګنده شوې چې د رأی ورکوونکو نظریه بدله شوې او ډېر خلک د پخوا په څېر فکر نه کوي او له دې امله د کوچنیو ګوندونو محبوبیت د زیاتېدو په حال کې دی.

د بېلګې په ډول، د نیجل فراګ ګوند (نیو برکزټ) په انتخاباتوکې ګډون لري.

په بریتانیا کې رأی ورکونکي د مهاجرت د مسئلې، اقتصادي فشار، د جرمونو زیاتېدو او د بریتانیا د ملي روغتیايي خدماتو ادارې د فعالیت او راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG