د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د بریتانیا انتخابات: حاکم محافظه کار ګوند د پارلمان اکثریت ګټلی


د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي.
د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي.

په بریتانیا کې د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتاینا د وتلو پلوي محافظه کار ګوند د دې هېواد په پارلمان کې د پام وړ څوکۍ ګټلي دي.

دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي.

دا چې د رایو شمېرل دوام لري ددې خبر د لیکلو ترمهاله د ۲۵ څوکیو برخلیک نه دی اعلان شوی چې کېدای شي ورسره دا تفاوت نور هم زیات شي.

د انګلستان کارګر ګوند چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر اصولو د بیا خبرو او بیا ځلي ټولپوښتنې پلوي دی، تر اوسه یې ۲۰۲ څوکۍ خپلې کړي دي.

د سکاټلند ملي ګوند ته تر اوسه په دې انتخاباتو کې ۴۶ څوکۍ حساب شوي او لیبرال ډیموکراټانو ۹ څوکۍ ګټلي دی.

د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانسن چې نیویارک کې زیږیدلی او د تریزا می حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، په دې ژمنه کمپاین کاوه چې له اروپايې ټولنې د بریتانیا وتل یا بریګزیت به عملي کوي.

له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د جنورۍ ۳۱ مه ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

که برتانیه له اروپايي ټولنې ووځي، دا به پنځوس کلنې دورې ته د پای ټکی وي او دواړه لوري به د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې نوې موافقې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سهار پر ټویټر بوریس جانسن ته مبارکي ورکړه.

ښاغلي ټرمپ لیکلي چې "بوریس جانسن ته دې لویه بریا مبارک وي. بریتانیا او امریکا به له برېګزټ وروسته اوس د سوداګرۍ یوه ازاده او لویه موافقه لاسلیک کړي."

اروپايي ډیپلوماتانو پرون د محافظه کاره ګوند د احتمالي بریا هرکلی وکړ.

جانسن پر ټویټر له ټولو رأی ورکوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې د نړۍ تر ټولو لویه ډموکراسي ده.

د انتخاباتو اخیري نتایج به نن د ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بریتانیا کې ټولپوښتنه وشوه او په نتیجه کې يې ۵۲ فیصده خلکو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په ملاتړ رأیې ورکړې.

XS
SM
MD
LG