د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

بوريس جانسن له صدراعظمۍ او محافظه‌کاره ګوند له مشرۍ استعفا وکړه


بوريس جانسن
بوريس جانسن

بوریس جانسن بالاخره د برېتانیا له صدر اعظمۍ او ددې هېواد د محافظه کاره ګوند له مشرۍ لاس په سر شو.

جانسن نن په لندن کې وویل چې د نوي رهبر او لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي: "روښانه ده چې د محافظه کاره ګوند وکیلانو غوښتنه داده چې دا ګوند یو نوی رهبر ولري او په همدې ډول دا هېواد یو نوی صدر اعظم. د پارلماني ډلې له ریس ګراهام برادي سره هوکړې ته رسېدلې یوو چې د نوي مشر د انتخاب پروسه سملاسي پیل شي او مهال وېش یې راتلونکې اونۍ اعلان شي. نن مې نوې کابینه وټاکله چې د خلکو خدمت ته دوام ورکړي او خپله تر هغې کار کوم څو چې نوی مشر وټاکل شي."

جانسن په ۲۰۱۹ م کال کې له دې شعار سره صدراعظم شو چې له اروپايي ټولنې څخه به د بریتانیا ایستل چټک کړي.
جانسن په ۲۰۱۹ م کال کې له دې شعار سره صدراعظم شو چې له اروپايي ټولنې څخه به د بریتانیا ایستل چټک کړي.

بي بي سي راپور ورکړی دی چې په محافظه کاره ګوند کې به ګوندي انتخابات د اوړي په ترڅ کې وشي او تمه کېږي چې نوی صدر اعظم به د اکټوبر په لومړیو کې یعنې له اوس درې میاشتې وروسته غوره شي.

تر پرونه پورې هم جانسن نه منله چې استعفا به وکړي خو د کابینې د یو شمېر غړو سره له یو په یو لیدنو وروسته یې دا پرېکړه وکړه.

بوریس جانسن په وروستیو کې په یو لړ زیاتو لانجمنو مسالو کې ښکېل وو.

په یو مورد کې سره له دې چې پوهېده د کابینې یو غړي یې په یو خصوصي مجلس کې د سړیو له یوې ډلې سره ناسم جنسي چلند کړی، له دې حقیقت منکر شو خو وروسته جانسن له دې کبله بښنه غوښتې وه.

بله مساله هم چې ډیره لانجمنه شوه دا وه چې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو پر مهال ادعا وشوه چې د جانسن د حکومت لوړو پوړو چارواکو په یو خصوصي بنډار کې ګډون کړی و، البته په هغه وخت کې برېتانیا کې پر دا ډول راټولېدنو بندیز لګېدلی و.

دې جنجال ان جانسن د برېتانیا په پارلمان کې د نه باور رایو ته راښکه چې په پایله کې یې د نه باور کافي رایې پوره نه‌شوې او پر خپله څوکۍ پاتې شو.

جانسن په ۲۰۱۹ م کال کې له دې شعار سره صدر اعظم شو چې له اروپايي ټولنې څخه به د برېتانیا ایستل چټک کړي.

XS
SM
MD
LG