د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني ته د دوهم ځل لپاره د سفر اجازه ورکړې ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني لا هم د متحده ایالاتو د ترهګرو په لېست کې دی، تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوموړي ته د دوهم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر لنډ مهاله اجازه ورکړې ده.
امنیت شورا په یو بیان کې چې تېره ورځ یې خپور کړی، ویلي چې حقاني ته د امنیت او پخلاینې په سرمشریزه کې د ګډون به هدف د سفر دا معافیت ورکړل شوی دی.
په بیان کې راغلي چې د سفر دا معافیت د روانې جون میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې پورې د تطبیق وړ دی.
داسې مهال چې تېره ورځ د جون ۲۶مه وه او په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې دا سفر ترسره شوی او که ترسره کېږي به.
امنیت شورا ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمهییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی، خو د طالبانو حکومت او متحده عربي اماراتو تر دې دمه د دغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې امنیت شورا تر دې مخکې د روانې جون په پنځمه هم سراجالدین حقاني په شمول درېیو نورو طالب چارواکو ته سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې وه چې نوموړی ترې اوس کابل ته ستون شوی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
امنیت شورا هغه مهال ویلي چې سراجالدین حقاني، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر، د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د طالبانو د حکومت د حج اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی شي، خو داسې مهال چې سراجالدین حقاني او عبدالحق وثیق د دغه سفر د معافیت له اعلان وړاندې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.
په دې اړه نور: امنیت شورا د طالبانو څلورو مشرانو ته د عربستان د سفر اجازه ورکړهد تېرې غبرګولې میاشتې په ۱۵مه متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال سراج الدین حقاني د دغه هېواد له امیر او یو شمېر نورو امارتي چاروکو سره هم کتلي وو.
د نوموړي د دغه سفر پر وړاندې متحده ایالاتو غبرګون ښودلی و او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو چې د طالبانو پر وړاندې نړیوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.
په دې اړه نور: اماراتو ته د حقاني سفر غبرګونونه پارولي؛ مېلر: هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړيسراجالدین حقاني چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په یو شمېر خونړیو بریدونو کې چې له امله یې ګڼ افغانان او یو شمېر امریکایان هم وژل شوي د لاس لرلو په تور د امریکا د ترهګرو او تعقیب لېست کې دی او تر لس میلیونه ډالرو انعام پرې ټاکل شوی دی.
د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷م کال د سپټمبر په میاشت کې پر سراجالدین حقاني د القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو او نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو سره د مالي ملاتړ په تور بندیزونه ولګول.
سراجالدین حقاني د حقاني په نوم د شبکې مشر پاتې شوی، خو اوسمهال یو شمېر طالب چارواکي د دغه شبکې موجودیت ردوي.