مزارشریف کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون؛ ۱۳۰ غرفې نندارې ته ایښودل شوي

ارشیف: په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو له نندارتو یو انځور

د "مولانا جلال الدین محمد بلخي" په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو یو نندارتون د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۱مه د بلخ په مزارشریف ښار کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ او د کار نړیوال سازمان او خصوصي بنسټونو په مالي همکارۍ د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی چې د ښځو او نارینه‌وو لپاره دی.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې له ۱۳۰ غرفو څخه ۸۰ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

هغه وویل: "په دوو سالونونو کې ۱۳۰ غرفې ځای پر ځای شوي چې لوی سالون د ښځو لپاره ځانګړی شوی او کابو ۸۰ غرفې لري چې ډېری د ښځو کوچني لاسي صنایع، جامې او نور تولیدات نندارې ته ایښودل شوي او په هغه سالون کې چې د نارینه‌وو لپاره دی، شاوخوا ۵۰ غرفې موجودې دي، چېرې چې ثقیله صنایع، صنعت او کرنیز محصولات او نور توکي په‌کې ایښودل شوي."

ارشیف: په افغانستان د یوه نندارتون انځور

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغه نندارتون له ګډونوالو سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

خو یو شمېر نورې سوداګرې مېرمنې د دغه ډول نندارتونونو جوړول په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره یو ښه ګام بولي.

د دغو مېرمنو له ډلې پروانه صفت‌یار ازادي راډيو ته وويل چې د دې ډول نندارتونونو جوړول د سوداګرو مېرمنو توليداتو ته د بازار موندنې په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

هغې وویل: "دا کولای شي چې هغوي وهڅوي او مرسته ورسره وکړي څو خپل سوداګرۍ پراخه کړي او خلک راشي او لیدنه وکړي او توکي وپېري. له کورنیو توکو څخه کار واخلي او د وارداتو مخه ونیول شي څو زموږ کورني محصولات او سوداګرۍ مېرمنې وده وکړي او وشي کولای ټولنې ته هم ګټه ورسوي او یو کار هم ولري."

یوه بله سوداګره مېرمن سودابه بهروز وايي، د نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ په ښه‌والي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي.

مېرمن بهروز وویل: "هر څومره چې خلک د کورنیو تولیداتو او محصولاتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي، شرکتونه هم د خپلو تولیداتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې درک کوي چې دا د خلکو او سوداګرو یا متشبثینو ترمنځ د اړیکو پل جوړوي چې د هېواد د کورنیو تولیداتو د لوړېدو لامل کېږي او د هېواد د کورني اقتصادي په وده کې لوی رول لوبوي."

تردې مخکې هم د "عالیست افغانیست" په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون د تېرې یکشنبې په ورځ په هرات کې جوړ شوی و.

په دې اړه نور: هرات کې د تولیداتو نندارتون؛ په ۱۲۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي

په هرات کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو ازادي راډيو ته ویلي وو چې په نندارتونونو کې د ګډون کوونکو پر حضور د طالبانو حکومت محدودیت په نندارتونونو کې د دوی پر خرڅلاو او بازارموندنې منفي اغېز کړی دی.