د جرمني د کورنیو چارو وزیرې پرېکړه کړې چې افغانستان ته د خطرناکو او قانون ماتونکو کډوالو د بېرته استولو امکانات وڅېړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د هغو امکاناتو په اړه د څېړنې پرېکړه کړې چې له مخې یې وکړای شي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو کډوالو د بېرته ستنول پیل کړي.
د جرمني دولتي رسنۍ دويچه ويله د رويټرز د يوه راپور په حواله ليکلي چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزیرې ويلي چې په داسې مواردو کې بايد د جرمني امنيتي ګټو ته په ښکاره ډول د ایستلو له پروسې د اغېزمنو کسانو د ګټو په پرتله لومړيتوب ورکړل شي.
دغې رسنۍ د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله لیکلي چې د هغو سوريایي وګړو د ایستلو د بیا پیل امکان هم تر څېړنې لاندې دی چې درانه جرمونه یې کړي او یا هم خطرناک بلل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ټینګار کړی، هغې ته څرګنده ده هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي، باید ژر تر ژره وایستل شي.
نوموړې زیاته کړې، دوی د هغو مسلمانانو ترمنځ چې په خبره یې، له دوی سره تړاو لري او د هغو اسلامپالو تر منځ چې د دوی پر ضد جنګېږي، توپیر په نظر کې نیسي.
دا پرېکړه د جرمني په مانهایم ښار کې د چاقو په وسیله د یوه افغان وګړي له حملې وروسته د خطرناکو او قانون ماتونکو کډوالو د ایستلو په اړه د تقاضاوو له ډېرېدو سره شوې ده.
په دې اړه نور: د یوه افغان کډوال لهخوا د چړې په ګوزارونو د جرمني ټپي شوي پولیس ساه ورکړهپه ورته وخت کې د جرمني ښي اړخی ګوند هم له افغانستانه د کډوالو د منلو د بهیر د بندېدو او د هغو افغان او سوريایي کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې چې په خبره یې د جرمني داخلي امنیت ته ګواښ پېښوي.
د جرمني د ښي اړخي ګوند مشرانو ایلیس ویدیل او ټینو کروپالا ویلي چې د دې اقدام لپاره باید د جرمني دولت د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړي.
د جرمني ښي اړخی ګوند په دغه هېواد کې یو له مهمو او ځواکمنو ګوندونو او د کډوالو ضد ګونډ بلل کېږي.
دې مسئلې یو شمېر هغه افغان کډوال اندېښمن کړي چې تازه جرمني ته کډوال شوي دي.
دوی وايي چې د یوه کس جرم نه باید د هغه ټول هېوادوال اغېزمن کړي.
له دې ډلې افغان کډوالو احمد وايي چې د خپل پلرني کور د پېرلو، په ترکیه کې د حد اقل درېیو کلونو تېرلو او په قاچاقي لاره کې له درېیو میاشتو زیاتې مودې مزل وروسته څو اوونۍ مخکې جرمني ته رسېدلی دی.
هغه دې هېواد ته یې د کډوالۍ موخه د روښانه راتلونکې درلودو او خوندي ځای کې اوسېدل بولي.
جرمني کې افغان کډوال احمد وايي: دا شخصاً زما او زما په شان د نورو افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوي چې د یو افغان اعمال پر موږ ټولو افغان کډوالو باندې څومرې اغېزې درلودلی شي.
هغه زیاتوي: "له بده مرغه د نن ورځې خبرونه ښیي چې د المان ښي اړخی ګوند او یو شمېر الماني وګړي د افغان کډوالو د ایستلو غوښتونکي دي، دا شخصاً زما او زما په شان د نورو افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوي چې د یو افغان اعمال پر موږ ټولو افغان کډوالو باندې څومرې اغېزې درلودلی شي."
یو بل افغان کډوال په خبره یې د پناه غوښتنې د نه منل کېدو له وېرې یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې ږرته اندېښنه مطرح کړه.
هغه وايي: "د المان ښي اړخي ګوند ویلي چې پر افغان کډوالو دې محدودیت وضع شي، د هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړه ده چې نوي المان راځي، دا هغو نورو افغان کډوالو لپاره هم د اندېښنې لامل شوې چې ۶ میاشتې یا یو کال وړاندې دلته راغلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام ضد ډلې پر غونډې یوه افغان د چاقو په برید کې یو جرمن پولیس وژلی او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دا غوښتنې او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د جرمني په ګډون ګڼو هېوادونو ته کډوال شوي او یا یې پناه غوښتنه کړې ده.
اوسمهال د دغو کسانو یوه لویه برخه د جرمني په ګډون د دغو هېوادونو له لوري د پناه ورکولو په اړه مثبت ځواب ته انتظار دي.