د کندهار یو شمېر کروندګر: کروندې مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

ارشیف: د افغانستان جنوب کې د غنمو کروندې

په کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، روانې وچکالۍ د سختو ستونزو سره مخ کړي او دا مهال يې کروندې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي چې له امله يې دوی اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.

دوی د طالبانو له حکومت او موسسو د اوبو د لویو او کوچنیو بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کندهار د اقتصاد ریاست مسوولان وايي، د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د سېلابي اوبو د مهار او تر ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړولو لپاره یو یو د اوبو بند جوړېږي چې په هر یو یې درې میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور