میټا په اروپا کې د میلیونونو کاروونکو د معلوماتو په راټولونه تورن شوی

ارشیف

میټا شرکت چې فېسبوک او انسټاګرام یې هم اړوند دي، په اروپا کې د میلیونونو کاروونکو د معلوماتو په غیرقانوني راټولونه تورن شوی دی.

په اروپا کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د ملاتړ ډلو په ګډه میټا چې د فېسبوک او انسټاګرام خاوند شرکت دی، په دې سیمه کې د سلګونو ملیونو کاروونکو د معلوماتو د راټولولو لپاره په غیرقانوني او پراخو عملیاتو تورن کړی دی.

په اروپا کې د کاروونکو سازمان یا BEUC چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له ۴۵ ډلو جوړ شوی بنسټ دی، ویلي چې د دوی له جملې اتو ډلو د اطلاعاتو د خوندیتوب لپاره د خپلو ملي ادارو اصولو ته په پام د میټا په باب تېره پنجشنبه رسمي شکایت درج کړی دی.

دغه ډلې ادعا کوي چې میټا شرکت د خپلو کاروونکو غیرضروري اندازه اطلاعات راټولوي، لکه د دوی د جنسي تمایلاتو، د دوی د عاطفي مسایلو او د اعتیاد په وړاندې د دوی د حساسیتونو په اړه معلومات، چې د دغو ډلو په وینا په دې باب په ازادانه ډول د میټا له دې چلند سره موافقه نه شي کولی.

د سي‌این‌این په ګډون ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د خوندیتوب دغو ډلو استدلال کړی، چې د میټا شرکت چلندونه، د اروپايي ټولنې د خصوصي حریم د ساتنې د قانون ځینې برخې نقض کوي.

په اروپا کې د کاروونکو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، میټا په دغو غیرقانوني کړنو سره د څارنې پر اساس د اعلاناتو سیسټم تقویه کوي چې کاروونکي په انلاین بڼه تعقیبوي او دوی ته د اعلاناتو د ښوولو لپاره د دوی پراخ اطلاعات راټولوي.

خو میټا شرکت دغه ادعاوې رد کړي او د دغه شرکت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د څارنې په تړاو خپلې ژمنې په کلکه رعایت کوي او ډاډمن دي چې د اروپايي ټولنې د خصوصي حریم د خوندیتوب اصول یې رعایت کړي دي.

اروپايي ټولنې په تېره مې میاشت کې میټا شرکت یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالره جریمه کړ چې د فېسبوک د کاروونکو شخصي اطلاعات یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې سرورونو ته انتقال کړي وو او له دې سره یې د دې ټولنې په وینا د اروپايي ټولنې د خصوصي حریم د خوندیتوب اصول تر پښو لاندې کړي وو.