پاکستان کې له پارلماني ټاکنو یوه ورځ مخکې خونړي بریدونه

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر ټاکنیزو دفترونو دوو بېلابېلو چاودنو لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي او شاوخوا شل نور یې ټپیان کړي دي. چاودنې نن چهارشنبه په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې شوي چې مرګ ژوبله یې تر ډېره ملکیانو ته اړولې ده.