د عدالت نړیوالې محکمې پرون پنجشنبه د اسراییل پر ضد د جنوبي افریقا د شکایت اورېدلو غونډه پیل کړه.
د عدالت په نړيواله محکمه ICJ کې جنوبي افريقا اسرایيل په غزه کې د فلسطينيانو په ډله ييزه وژنه تورن کړ او له دغې محکمې يې وغوښتل چې اسراییل دېته اړ کړي څو سمدلاسه په غزه کې خپل پوځي عمليات ودروي .
د جنوبي افریقا د عدلیې وزیر رونالډ لامولا وویل: "هېڅ وسلهوال برید د يو هېواد په خاوره کې، که هر څومره جدي هم وي... له کنوانسیون څخه سرغړونه نه شي توجیه کولی."
د ده په وینا، د اکټوبر د اوومې نېټې برید ته د اسراییل غبرګون نه یوازې له حدودو اوښتی، بلکې له کنوانسیون څخه د سرغړونې لامل هم شوی دی.
په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس توندلارې ډلې پر اسراییل په برید سره نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د وژل شویو فلسطینیانو جسدونه
همدارنګه ۲۴۰ تنه یرغمل کړل چې ۱۲۹ تنه یې لا هم د حماس په بند کې دي.
اسراییل ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي او په همدې موخه یې پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي دي.
د دغو بریدونو په پایله کې د غزې د تړانګې زیاته برخه ویجاړه شوې ده.
د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر اوسه ۲۳۳۵۷ تنه وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خو دا ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د عدالت نړيواله محکمه 'ای سي جی' کې پرون جنوبي افریقا خپله دفاعیه وړاندې کړه او ټاکل شوې ده اسراییل نن خپله دفاعیه وړاندې کړي.
جنوبي افریقا استدلال کوي چې اسراییل د ملګرو ملتونو د نسلوژنې د کنوانسیون په چوکاټ کې 'هغه تړون چې په ۱۹۴۸ کې د هولوکاسټ یا د نازي جرمني له خوا د اسرائیلیانو تر ډله ییزو وژنو وروسته لاسلیک شو' له خپلو مکلفیتونو څخه سرغړونه کړې.
د جنوبي افریقا وکیلې، عدیلې حسیم وویل چې د اسراییل هوايي بمبارۍ او ځمکني بریدونه د "فلسطینیانو د ژوند د له منځه وړلو" په موخه شوي او فلسطینیان یې "د لوږې او قحطۍ کندې ته" اچولي دي.
اسراییل د جنوبي افریقا دا غوښتنه "ظالمانه" او "مسخره" وبلله او ژمنه یې وکړه چې د جمعې په ورځ به محکمه کې قوي دفاعیه وړاندې کړي.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ویلي:"موږ به د عدالت نړیوالې محکمې کې په ویاړ او د بشردوستانه قانون له مخې د ځان د دفاع د حق د کارولو دفاعیه وړاندې کړو."
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ
دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو هم پر جنوبي افریقا نیوکه کړې او ددغه هېواد هغه ادعا یې بابیزه ګڼلې، چې اسراییل یې په غزه کې په "نسلوژنه" تورن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د نسلوژنې کنوانسیون د یو لاسلیکوونکي په توګه، جنوبي افریقا کولی شي اسراییل د عدالت نړیوالې محکمې ته چې د هېوادونو ترمنځ د شخړو په اړه د پریکړې صلاحیت لري، کش کړي.
جنوبي افریقا که څه هم په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کړي، خو په ورته وخت کې یې د حماس له خوا پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نېټې برید هم غندلی دی.
څرنګه چې د اسراییل پر ضد د جنوبي افریقا دعوه یوه بېړنۍ موضوع ده، د عدالت نړیواله محکمه کولی شي په څو اوونیو کې خپله پرېکړه وکړي.
د اسراییل پر ضد د دغه محکمې پرېکړه به په یقیني ډول پر دغه هېواد سیاسي فشارونه زیات کړي او ډېری داسې اټکل کوي چې دا به د بندیزونو د وضع کولو لپاره لاره هواره کړي.