د اکپس سازمان وايي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی د دغه هېواد لپاره یوه لویه اندېښنه ده.
یاد سازمان چې په بېړنیو حالاتو او ناورینونو کې د انسانانو اړتیاوې څېړي او مرکزي دفتر یې په سویس کې دی، په یوه راپور کې چې په دې وروستیو کې یې خپور کړی ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د رژیم بدلون، د تېرو دوو لسیزو ۲۰۰۱-۲۰۲۱ د روغتیا پاملرنې د زیربنا سکتور او د دې هیواد ظرفیت او روغتیایي شاخصونه له خطر سره مخامخ کړي دي.
اکپس: د طالبانو لخوا د ټولنیزو خدماتو په پرتله امنیتي سکټور ته لومړیتوب ورکول او د ښځو په وړاندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونو د روغتیا پاملرنې سیستم په نامطمئنه حالت کې اچولی دی.
د اکپس د راپور له مخې، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول، د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا تحریمونو، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د رژیم له بدلون وروسته په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کموالی، د عمومي لګښتونو په برخه کې د طالبانو لخوا د ټولنیزو خدماتو په پرتله امنیتي سکټور ته لومړیتوب ورکول او د ښځو په وړاندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونو د روغتیا پاملرنې سیستم په نامطمئنه حالت کې اچولی دی.
اکپس دا شان زیاته کړې چې د کادرونو تېښته یانې د روغتیايي سکتور د روزل شویو کارمندانو په ځانګړې توګه د ښځینه نرسانو وتل، د اوږدې مودې راهیسې یوه اندېښنه وه.
د اکپس سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال تر اکټوبر پورې په افغانستان کې د هرو ۱۰زره ناروغانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۱۰ روغتیایی کارکونکي موجود وو چې دا د نړیوال روغتیایی سازمان لخوا د وړاندیز شوې فیصدۍ په پرتله چې د هرو ۱۰زره ناروغانو لپاره شاوخوا ۲۳ روغتیايي کارکوونکي دي، ډېر کم دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر خلک د متخصصینو له کمښت او په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي.
د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکې شبانې ازادي راډيو ته وویل: "په کټهخېلو کلي کې د ښځو او نارینهوو لپاره متخصص ډاکتران نهشته. یواځې عادي ناروغیو لکه تبه، ریزش او د وینو فشار د لیدلو لپاره ډاکټر شته، خو متخصصین، شفاخانه، کلینیک هیڅ هم نهشته. لاره هم لرې ده او سړکونه خامه دي. تر ښاره تګ ډیر وخت نیسي. ډېرو ستونزو سره مخ یوو."
د هرات ولایت اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د دوه کلنې ماشومې د زړه سوري عملیات چې په افغانستان کې ترسره شوی بریالی نه و.
هغه وویل: "زما لور له دوو کلونو راهيسې د زړه تکلیف له امله په عذاب ده، په سره میاشت کې مې ورته نوملیکنه کړې، لومړی کابل او وروسته مې قندهار ته بوتله، دوه ځلې یې عملیات کړه، خو عملیاتونه يې بریالي نه و. اوس يې هم زړه سوری دی، هیله لرم چې ښه ډاکتران پیدا شي چې عملیات یې کړي."
په ورته وخت کې د ړنګ شوي جمهوري نظام د کتلوي معافیت رییس او د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر غلام دستګیر نظري ازادي راډيو ته وویل چې د مدیریت سیستم او د افغانستان د روغتیايي سیستم څخه د جدي څارنې نشتوالی، په دې سکټور کې د قراردادونو نه کنټرول او د نړیوالو منابعو نشتوالی د دې لامل شوی چې د افغانستان روغتیایی سیسټم له ناکامۍ سره مخ شي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د سم مدیریت او د افغانستان د روغتیایي سیستم او په ځانګړي توګه د هغه همکارانو او نړیوالو بنسټونو څخه د جدي نظارت نشتوالی چې د افغانستان دننه کار کوي، له بده مرغه د دې لامل شوی چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول په سمه توګه مخ ته ولاړ نه شي او بل لامل یې د د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او دوام لپاره د کافي بودیجې نشتوالی دی."
دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ وړاندې د بې پولې ډاکترانو ټولنې په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېرې مودې راهیسې د ځواک او بودیجې د کمښت له امله ستونزو سره مخ شوی او د روغتیايي پرسونل کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالي او د روغتیایي اړتیاوو نشتوالی د خلکو په منځ کې د مړینې خطر ډېر کړی دی.