په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د ځواکمنولو په موخه یو پروګرام پیل شوی

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ځواکمنولو لپاره د پيل شوي پروګرام يوه څنډه.

د افغانستان پارکور ټولنې يو بنسټ د افغان کډوالو د ځواکمنولو په موخه پاکستان کې یو پروګرام پیل کړی چې په‌کې پلی سفر او نور پروګرامونه شامل دي.

د ياد بنسټ مسوولان وايي، د ۲۵ نجونو په ګډون ۳۰ ځوانو افغان کډوالو د دوی په لومړي پروګرام کې چې د یکشنبې په ورځ د اسلام‌اباد په یوه غره کې جوړ شوی و، برخه اخیستې وه.

د افغانستان پارکور ټولنې یو مسوول قدرت فروتن وايي چې د یکشنبې په ورځ دغو ځوانانو ۱۶ کیلومتره پلی مزل وکړ چې په ترڅ کې یې يو له بل سره د پېژندنې ترڅنګ د ژوند تجربې هم شريکې کړې.

نوموړي د دغه پروګرام د پیلولو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغان کډوالو په منځ کې رواني ستونزې موجودې وې، زموږ موخه دا وه چې د دې پروګرام له لارې یوه انګېزه او هیله پیدا کړو. د خپلو ستونزو لپاره حل‌لارې ولټوو، خپلې ستونزې شریکې کړو، چې دغو ګډونوالو خپل نظریات، مفکورې او تجربې شریکې کړې، د یو بل خبرې يې واورېدې، مشورې يې ورکړې، خپلې ستونزې يې په ګوته کړې ترڅو ورته يوه حل‌لاره پيدا کړي."

هغه وويل، د دوى په لومړي پروګرام کې ٣٠ ځوانانو برخه اخيستې وه، چې ٢٥ يې نجونې او پنځه هلکان وو.

فروتن زیاته کړه، د دې پروګرام بل پړاو به د ډسمبر په ۲۸مه د اسلام‌اباد په یوه پارک کې د ځوانانو له یوې ډلې سره تر سره شي او که پایله یې مثبته شوه، دوی به دغه پروګرام ته پراختیا ورکړي.

د افغانستان پارکور ټولنې یو مسوول قدرت فروتن وايي چې د یکشنبې په ورځ دغو ځوانانو ۱۶ کیلومتره پلی مزل وکړ چې په ترڅ کې یې يو له بل سره د پېژندنې ترڅنګ د ژوند تجربې هم شريکې کړې.

د افغان کډوالو له ډلې يو شمېر هغه ځوانان چې په ياد پروګرام کې يې برخه اخيستې او ليرې واټن يې پلی مزل کړی، د دغه ډول پروګرامونو د پيل هرکلى کوي او اغېزمن يې بولي.

فریبا همدرد ازادي راډيو ته وویل: "ما ډېر شیان زده کړل، لومړی دا چې څنګه کولای شم خپل غمونه او عقدې له‌منځه یوسم، دویم دا پر کومه لاره چې موږ ولاړو سخته لاره وه، خو پوه شوم چې هیڅ شی ناممکن نه‌دی او درېیم دا چې ښه ملګري مې پیدا کړل."

شجاع متين وويل: "د نجونو لپاره یو هڅونکی او ښوونیز پروګرام ترسره شو، په ځانګړې توګه د ځوانو افغانانو لپاره. ښووونيز ټیمونه جوړ شول او ډېرې هڅې وشوې چې نجونې په خپل ژوند کې ناهیلې نه‌شي او د ستونزو سره مبارزه وکړي."

يو شمېر کورنۍ په ځانګړې ډول هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، په وار وار يې ازادي راډيو ته ویلي چې د اقتصادي ستونزو، د کډوالۍ د قضیو په بهیر کې ځنډ او د ځان او خپلو ماشومانو د بې‌برخليک وضعيت له امله دوی له فشارونو او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

په روان کال کې د یوې نجلۍ او دوو هلکانو په ګډون درې افغانانو د پاکستان په اسلام‌اباد کې ځان‌وژنه کړې چې دوستانو او خپلوانو یې ازادي راډیو سره په خبرو کې د ځان‌وژنې اصلي لامل رواني ستونزې او د دوی د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو ځنډني کېدل بللي وو.

د "افغانستان پارکور ټولنې" بنسټ مسوولان وايي، دغه بنسټ يوه شبکه ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې په افغانستان کې ځوانانو سره د مرستې په موخه خپل فعالیت پیل کړی و خو د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته ياد بنسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپل فعاليتونه بيا پيل کړل.