د اسراییلو پوځ په غزه کې ۲۳۰ نور اهداف ویشتلي

غزه کې د روانو جګړو یو انځور

د اسراییل پوځ پرون پنجشنبه وویل چې په غزې تړانګه کې یې په لسګونو اهداف بمباري کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس د پوځ په وینا لیکلي چې د اسراییل الوتکو په کلابنده شوې غزه کې یوازې د چهارشنبې په ورځ ۲۳۰ نور اهداف ویشتلي چې په هغو کې د توغندیو د ویشتلو ساحې هم شاملې وې.

د اسراییل پوځ وايي، پلیو ځواکونو یې غزې ښار ته نږدې په جبلیه کې له یوه ښوونځي وسلې هم ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل جنګي الوتکو پرون پنجشنبه هم د فلسطینیانو په دې قلمرو کې خپلو حملو ته وام ورکړ.

د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویل چې په دې جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰زرو ته رسېدلی، هغه شمېر چې خپلواکو سرچینو تایید کړی نه دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بشري مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس د مړینو د شمېر زیاتېدل غموونکی او شرموونکی پړاو یاد کړی دی.

د اندېښنو په دوام د اردن پاچا ملک عبدالله د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته ویلي چې د غزې په وړاندې د اسراییل د تهاجم دوام به پر سیمه ویجاړوونکي عواقب ولري. مکرون پرون اردن ته لاړ.

بلخوا رویټرز خبري اژانس لیکلي، د کاناډا صدراعظم جستین ترودو په هغه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه ویلي، د اسراییل دوستان په دې اړه اندېښنه لري چې په غزې تړانګه کې د اسراییل پوځي عملیات د اسراییل اوږدمهاله خوندیتوب په خطر کې اچوي.

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو

د ترودو دغه څرګندونې په غزه کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له کبله د اسراییل په متحدانو کې د تازه اندېښنو څرګندويي کوي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د جرمني خبري اژانس بیا خبر ورکړی، چې په اسراییل کې پولیس د ادعاوو له مخې د یوه زندان د ساتونکو له خوا د ځواک د کارونې په نتیجه کې د یوه ۳۸ کلن زنداني د مړینې په باب څېړنه کوي.

ویل شوي، له ۱۹ ساتونکو پوښتنې ګروېږنې شوي او په مشروط ډول خوشې شوې دي.

د اسراییل هایوم اسراییل ورځپاڼې ویلي، د ادعاوو له مخې د لوېدیځې غاړې دغه بندي میاشت مخکې په زندان کې د کوتکونو د ګوزارونو له کبله سخت ټپي شوی و چې د زندان په کوټه کې مړ وموندل شو.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه زنداني د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس د فتح سازمان غړی و چې د وژنې د هڅې په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.