ترکیې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي او کابل ته یې استولي

ارشیف: له ترکیې ایستل شوي افغان کډوال

ترکیې په تېرو شلو ورځو کې شاوخوا درې زره افغانان له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې استولي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت تایید کړې چې په دې کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.

ترکیه اکثر هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې ډيپورټ کوي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې له دغو رالېږل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې آی او ایم هر یو ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته هم کړې او نور صحي خدمات ته ورته وړاندې شوي.

د ترکیې تر څنګ په دې وروستیو کې ایران او بیا پاکستان په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ ته زور ورکړی دی.

یواځې له پاکستانه په تېرو دوو اونیو کې څه باندې درې لکه افغانان راایستل شوي.