افغانان ولې د کډوالۍ پر مرګونو لارو روان دي؟

په سمندر کې روانه د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ - ارشیف

د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي، چې د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دي.

دا کښتۍ چې د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې لرلې، د برېتانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

په داسې حال کې، چې برېتانیا او نورو اروپايي هېوادونو د غیرقانوني کډوالو د منلو په برخه کې سخت قوانین وضع کړي ولې لاهم افغانان په خطرناکو لارو دې هېوادونو ته ځي؟

احمدتکل په دې اړه په لندن کې د کډوالو د حقونو له یوه فعال ګل ولي پسرلي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ولې لا هم افغانان په قاچاقي لارو مهاجرتونو ته زړه ښه کوي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ګل ولي پسرلي سره مرکه