داعش د باجوړ د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

په باجوړ کې د پروني ځانمرګی برید د قربانیانو لېږدونکی امبولانس

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه واخېست.

دې ډلې د اعماق په نوم پر خپل ویبسایټ په یوه بیان کې ویلي دي، چې یوه غړي یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې خپل انتحاري واسکټ والوزاوه.

په دې برید کې چې د مولانافضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت العلمای اسلام پر غونډه وشو د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې ۴۹ کسان وژل شوي او نېږدې ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي.

په ځینو راپورونو کې د مړو شمېر تر دې زیات ښودل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP برید غندلی او ویلي یې دي چې هدف یې په پاکستان کې د اسلامپالو کمزوري کول دي.