د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له نن څخه د روانې زمري میاشتې تر درېیمې نېټې پورې، د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو او د اوبو د کچې د لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی.
یوازې دوه اونۍ مخکې، د سېلابونو راوتو د هېواد په یوشمېر سیمو کې ځاني او مالي زیانونه واړول.
که حکومت او خیریه ټولنې سېلاب ځپلو ته مرستې ونشي رسولی، خلک د سېلابونو له ناوړه اغېزو خپلې کورنۍ او شتمنۍ څنګه ساتلی شي؟
احمدتکل په دې اړه د اقلیمي چارو له متخصص وحیدالله صادقي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې آیا د طالبانو حکومت دا وس او امکانات لري چې د احتمالي سېلابونو له کبله زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي؟
د مرکې د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5