طالبان: افغانستان ته د داعش مشرانو د راتلو په اړه د ایران ادعا حقیقت نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ایران ته د یوه سفر پر مهال - ارشیف

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د داعش مشران له عراق، سوریې او لېبیا څخه افغانستان ته تللي دي.

دغه وزارت تېره شپه، په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي"که‌ چېرې ایران افغانستان ته د داعشیانو اوښتو په اړه معلومات لري، دوی سره دې شریک کړي. "

خبرپاڼه کې زیاته شوې، افغانستان له عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري او په نورو د مسوولیت اچولو پر ځای باید هېوادونه د خپلو پولو د خوندیتوب په برخه کې نړیوال مکلفیتونه بشپړ کړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال په افغانستان کې د داعش د بهرنیو مشرانو موجودیت ردوي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یې امیرخان متقي د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د طالبانو تر ولکې لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې وروستي بریدونه له بهره واردو شویو کړي.

د طالبانو حکومت، په وروستیو په افغانستان کې د داعش د یو شمېر مشرانو د وژلو خبرونه هم ورکړي دي.