روسیه: پخوانی استخباراتي او د پوتین منتقد د افراطیت په تور نیول شوی

ایګور ګیرکین

د روسیې د استخباراتو پخوانی غړی، چې د اوکرایین د یرغل ملاتړی هم و، په مسکو کې نیول شوی دی.

ایګور ګېرکین د جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل کوره نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی.

هغه د روسانو له خوا د کریمیا ټاپو وزمې په اشغال کې مهم رول لوبولی وو.

ایګور ګېرکین په دې وروستیو کې پر اوکرایین د روسیې د پوځیانو د بریدونو او ماتو په اړه نیوکې کړې وې.

د ایګور نیوکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته هم رسېدلې وې او هغه یې په سپکه یاد کړی و.

د روسیې یوې محکمې پر ایګور ګېرکین د افراطي فعالیتونو تور لګولی او که مجرم وپيژندل شي ممکنه تر پنځو کلونو زنداني شي.

روسیه د اوکرایین د یرغل له منتقدینو سره کلک چلند کوي او د روسیې له خوا د اوکرایین د یرغل په اړه اکثر داخلي منتقدان یې بندیان کړي دي.