د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

روسيه: د اوکراين خيرسون له ښاره مو د ځواکونو ايستلو بهير بشپړ شو


روسي ځواکونه
روسي ځواکونه

روسیې نن وویل چې د اوکراین له جنوبي ستراتیژیک ښار خیرسون څخه یې د ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړ.

د روسیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې، نن په سیمه‌ییز وخت د مازدیګر په پنځو بجو د دنیپر د سیند له لوېدیځې غاړې د ټولو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شو او هیڅ یو پوځي جزوتام تر شا نه‌دی پرېښول شوی.

داسې ښکاري چې دغه اعلان د اوکراین له هغو راپورونو سره په تضاد کې دی چې وایي روسي ځواکونه تر اوسه د دنیپرو د سیند په لوېدیځه غاړه کې دي.

اوکرایني چارواکو وویل، د مسکو ځواکونه له دې پرته چې له خیرسون وتښتي، بله چاره نه‌لري خو دوی له احتیاطه ځکه کار اخیستی چې له دې بېریږي چې غلجکي بریدونه پرې ونه‌شي.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پرون له رویترز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، چې دا به یوه اونۍ وخت ونیسي چې روسیه خپل ځواکونه وباسي ځکه روسیه د خیرسون په سیمه کې ۴۰ زره پوځیان لري او ځواکونه یې اوس هم په ښار کې پاتې دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري زالوژني وویل، کییف نه‌شي کولای دا تایید کړي چې روسیه به په رښتیا هم د خیرسون له جنوبي برخې وتلې وي خو زیاته یې کړه چې اوکرایني ځواکونه خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

له ستراتیژیک پلوه خیرسون له دوو اړخونو مهم دی، د روسیې له‌خوا د اوکراین د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې یوازینۍ وچه لاره له همدې سیمې تېریږي او هم د د نیپرد سیند په خوله کې اوکراین پر دوو برخو جلاکوي.

په عین حال کې د سسپیلن په نوم د اوکراین عامه رسنۍ د سیمې د اوسېدونکو په حواله ویلي چې د انتونیوسکي په نوم یوازینی پل چې خیرسون ښار چې د روسیې تر کنټرول لاندې د دنیپر د سیند ختیځه برخه سره نښلوي، ویجاړ شوی دی.

دغې رسنۍ یوه عکس هم خپور کړی چې په‌کې ښکاري چې د پله ټوله برخه نه‌شته.

د خیرسون له ښاره د سیند بلې غاړې ته بله لاره اویا کیلو متره لیرې ده. تر اوسه نه‌ده څرګنده چې دغه پل په څه ډول نړېدلی یا نړول شوی.

د خیرسون ښار بېرته نیول د اکمالاتو او پوځیانو د ځاي پر ځای کولو په برخه کې د اوکراین وړتیا زیاتوي او ورته دا لاره هواروي چې د کریمیا ټاپووزمې په ګډون چې روسیې په ۲۰۱۴م کال له خپلې خاورې سره ملحق کړې، په جنوب کې نورې اشغال شوې سیمې بېرته له روسیې ونیسي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل چې، د اوکراین ځواکونو د هېواد په جنوب کې یو څلوېښت مېشت ځایونه ازاد کړي، خو د ده په خبره هغه د یوې وحشتانکې مبارزې او د ازادۍ لپاره د اوکراینیانو پر سرښندنې.

XS
SM
MD
LG