امریکا په عراق کې د سوېډن پر سفارت برید وغانده

په بغداد کې د سوېډن پر سفارت بریدکوونکي

د امریکا متحدو ایالتونو په بغداد کې د سوېډن پر سفارت د اعتراض کوونکو حمله په کلکه غندلې او د عراق پر امنیتي ځواکونو یې له دې کبله انتقاد کړی، چې پر یوه دیپلوماتیک مرکز یې د اعتراض کوونکو د بلوسې مخه نه ده نیولې.

سلګونو تنو په سوېډن کې د قرآنکریم د سوځول کېدو په اعتراض کې د چهارشنبې په ورځ، په بغداد کې د سویډن پر سفارت یرغل وکړ او د سفارت یوې برخې ته یې اور ورته کړ.

امریکا د عراق له حکومته غوښتي، چې د خپلو نړیوالو مسوولیتونو پر اساس د دیپلوماتیکو استازولیو ساتنه وکړي.

له بلې خوا عراق ویلي چې د سویډن سفیر باید له عراق څخه ووځي.