د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

په سویډن کې یوه افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال ګټلی


ارشیف
ارشیف

د سویډن په کوربه توب د بدن د ښکلا په یو لړ نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي شریف علي خان د سرو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان د باډي بلډینګ یا د بدن د ښکلا فدراسیون په خپل فېسبوک خبر ورکړی چې شریف علي خان د سویډن په ګرنډ پریکس سیالیو کې چې د نړیوالو لوبو ورتګ سیالۍ هم وې په اتیا کیلو وزن سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

همدارنګه بل افغان لوبغاړي زمري احمدي په فیزیک سپورټ رشته کې دویم مقام خپل کړی او د نقرې مډال یې په غاړه کړی دی.

د سویډن ګرنډ پریکس سیالۍ پرون ختمې شوي او په کې په سویډن سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG