روسيه: اوکراين نن د روسيې او کريميا ترمنځ غځېدلي پله باندې بريد کړی 

د پېښې ځای

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوکراین نن د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې برید کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د دغه وزارت ویاندې ماریا زخروا ادعا کړې چې، د اوکراین د رژیم له‌خوا دغه برید د برېتانیا او متحده ایالتونو د استخباراتو په مرسته شوی دی.

زخروا د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، پر دغه پله سم‌لاسي د موټرو تګ را تګ درېدلی او په خبره یې شوي برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید په اړه نور جزیات هم نه‌شته او دا لا معلومه نه‌ده چې دغه پله ته چې پخوا هم پرې بریدونه شوي دي، څومره زیان اوښتی دی.

کریمیا ټاپوزمه د اوکراین برخه وه چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.