ایران په لسو ورځو کې شاوخوا ۱۸زره افغان کډوال بېرته افغانستانه ته لېږلي

ارشیف: هرات کې د افغانستان - ایران ګډې پولې یوه څنډه

د ایران د رضوي خراسان ولایت چارواکي وايي چې په لسو ورځو کې یې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال افغانستانه ته لېږلي دي.

مهر خبري اژانس پرون پنجشنبه د دغه ولایت د پولیسو د مشر مجید شوکا په قول وویل، دا افغانان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

په ورته مهال ، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي ادعا کړې چې په ایران کې تر ۵ میلیونه ډېر افغانان مېشت دي.

په وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د په زوره ستنولو خبرونه زیات شوي.

د بشري حقونو اړوند یو شمېر نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان له ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو هېوادونو له افغان پناه غوښتونکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی.