د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په هغې ویډیو کې لیدل شوی، چې د دفاع وزارت د ادعا له مخې نوې ده.
دا له کله چې د شویګو د لرې کولو په هدف د واګنر ډلې وسله واله بلوا په یوې هوکړې سره پای ته ورسېده، دا لومړی ځل دی چې شویګو په یوه ویډیو کې راڅرګندېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغې ویډیو کې چې نن دوشنبه خپره شوې، لیدل کېږي، چې شویګو له خپل یوه همکار سره په الوتکه کې د پرواز په حال کې دی.
په ویډیو کې هېڅ غږ نه اورېدل کېږي او په کره توګه دا هم مشخصه نه ده چې هغه څه وخت او کومه سیمه یې لیدلې ده.