د اوبو کمښت؛ د هلمند له واشېر څخه خلک کډه کوي

د هلمند په واشېر کې خلک د څښاک اوبه له لرې ځایه راوړي.

د هلمند د واشېر ولسوالۍ څخه ګڼو خلکو دغلته د اوبو د نشتوالي له کبله کډه کړې او ځینو اوس د سيمې پرېښودو هوډ کړی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغلته په ډېر شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسي نه‌لري.

خلک وايي، په واشېر ولسوالۍ کې کارېزونه وچ شوي او د څاګانو د اوبو کچه هم څو برابره ښکته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي له واکمنو غواړي چې په ولسوالۍ کې دې د څښاک د اوبو ستونزه ورته حل کړي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور