یو شمېر ښوونکي چې په کرايي کورونو کې ژوند کوي له طالبانو غواړي چې د ښوونکو په ښارګوټو کې ښوونکو لپاره د استوګنيزو نمرو د وېش بهیر بېرته پیل کړي.
ښوونکې ازاده، د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال د جګړو له امله له کاپیسا ولایت څخه کابل ته کډه شوې ده.
دا چې په یو کرايي کور کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته یې وویل، اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
ازاده د طالبانو له حکومته غواړي چې ښوونکو ته د دوی په نوم په استوګنیزو ښارګوټو کې د نمرو د وېش درول شوی بهیر، چې ړنګ شوي جمهوری نظام پیل کړی و، بېرته پیل کړي.
نوموړې وايي: "موږ له خپل ولایت څخه بېځایه شوي یو، اوس په کابل ښار کې په کرايي کورونو کې اوسېږم. د جمهوري نظام پر مهال ښوونکو ته د استوګنې نمرې ویشل شوې وې. اوس له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې د ښوونکو لپاره ورته د نمرو دا وېش بیا پیل کړي."
یو بل بېکوره ښوونکی محمد خان هم د طالبانو له حکومته ورته غوښتنه لري.
نوموړی وايي: "موږ په تېر حکومت کې فورم هم واخیست او یو شمېر ښوونکو یو څه پیسې هم ورکړې، خو له دوه کلونو راهیسې له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د نمرو د وېشلو بهیر درېدلی. موږ غواړو چې حکومت دې ته پام وکړي."
خو د طالبانو حکومت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د غصب شويو ځمکو د راګرځولو پروګرام له وروستي کېدو وروسته به د ښوونکو ستونزه هم هواره شي.
مجاهد وايي: "موږ هم هڅه کوو چې د ښوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړو، خو د کور، ملکیتونو او ځمکو د توزیع په اړه، امیرالمومنین حکم ورکړی و څو پورې د ځمکو د غصب موضوع نه وي نهایي شوي، د ځمکو او ملکیتونو توزېع به درېدلې وي. کله چې د غصب موضوع نهايي شي بیا د ښوونکو موضوع ته پام کوو."
بېکوره ښوونکو ته د استوګنې د نمرو د وېش بهیر په ۱۳۸۸ کال کې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال پیل شو.
د تېر نظام د پوهنې یو وزیر فاروق وردګ په ۲۰۱۳ کال کې ویلي وو چې په دوو کلونو کې به هېڅ ښوونکی بېکوره او بې ځمکې پاتې نهشي.
د ړنګ شوي جمهوري نظام د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې یې په څه باندې ۵۰ زره جریبه ځمکه، د ۹۴ ښوونکو لپاره د استوګنې جوړولو پلان جوړ کړی.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د یاد نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغو ښارګوټو کې ښوونکو ته د استوګنې د نمرو د وېش بهیر ودرول شو او تر اوسه بیا نهدی پیل شوی.