د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د بلخ د پوهنې ریاست ۳ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري


ارشیف، په بلخ کې یو ښوونځی
ارشیف، په بلخ کې یو ښوونځی

د بلخ د پوهنې ریاست مسؤلان وايي چې د مسلکي ښوونکو د کموالي او نشتوالي له امله، دوی په تعلیمي برخه کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

د بلخ د پوهنې ادارې مشر علي امیري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت په ۱۴ ولسوالیو او مرکز مزار شریف کې په سلګونه ښوونځیو کې مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې په بلخ کې مسلکي ښوونکو ته اړتیا له کلونو پخوا موجوده وه، خو د پوهنې ادارې په چوکاټ کې د بستونو د نشتوالي له امله، دوی په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه د ښایسته او مسلکي کسانو په مقررولو پاتې راغلي دي.

ښاغلي امیري وویل:

"موږ درې زره معلمینو ته اړتیا لرو، د مسلکي ښوونکو ستونزه هم موجوده ده، اکثراً د ټولنیزو علومو ښوونکي په ساینسي برخه کې زده‌کړې ورکوي چې موږ د ساینسي مضامینو لکه بیالوژي، کیمیا، ریاضیات او نورو برخو کې شدیداً مسلکي ښوونکو ته اړتیا لرو."

په همدې حال کې په مزار شریف کې له پوهنتونونو څخه یو شمېر فارغ شوي کسان شکایت لري چې په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي سره سره، لا هم دوی د معتبرو تحصیلي اسنادو په درلودو سره بې‌سرنوشت دي.

له دې شمېر کسانو، ځیني ادعا کوي چې د ۱۳۹۷ کال د ښوونکو د کانکور په عمومي ازموینه کې یې هم ګډون کړی.

دوی وايي چې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو او د پوهنې وزارت څخه د تقررۍ د امر د اخیستلو سره سره، لا هم د بلخ د پوهنې ادارې یې د مقررۍ په برخه کې اجرأت نه‌دي کړی.

له همدې کسانو دوه تنو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زما نوم سحر باور دی، د بلخ پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي څخه فارغه شوې يم، د معلمینو په ازموینه کې مې هم برخه اخیستې، لومړۍ نمرې مې ترلاسه کړي، له وزارت څخه د مقررۍ امر هم لرم، خو د پوهنې اداره په‌دې برخه کې راته اجرأت نه‌کوي."

"زه زهرا صمیمي یم، سره له دې چې په ښوونځیو کې مسلکي ښوونکو ته اړتیا شته، خو زه چې د مقررۍ اسناد مې له وزارته ترلاسه کړي، امتحان کې مې لوړې نمرې اخیستي او مسلکي فارغه شوې یم، لا هم بې‌سرنوشته یم او نه‌یم مقرره شوې."

د بلخ د پوهنې ریاست مشر علي امیري وايي چې دوی د خپلې ادارې په چوکاټ کې د خالي بستونو راپور د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ورکوي او تعیینات د هغه ریاست له‌خوا ترسره کېږي.

په همدې حال کې د بلخ د اداري اصلاحاتو ادارې مشرې سعدیې اکرامي ویلي دي چې دوی ته تر اوسه د پوهنې ریاست له‌خوا د خالي بستونو راپور نه‌دی رسېدلی، څو په‌کې مسلکي او په کار پوه خلک تعیین کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG