د چهارشنبې په ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د حکومت لهخوا (۹۸۳) تنو ښوونکو ته د کورونو د ابادولو لپاره ځمکې ورکړل شوې.
د لوګر چارواکي وايي، په یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو په ښارګوټي کې چې په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې ابادېږي، د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحه او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئيس محمداکبر ستانکزی وايي، د ښوونکو یاد ښارګوټی صنعتي پارک ته څېرمه د ګرداو په نوم دښته کې جوړېږي او هغو کسانو ته به ووېشل شي، چې په همدې ولسوالۍ کې ښوونکي وي.
اکبر ستانکزی زیاتوي:
"دا ښارګوټی په شپږ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۸۳ رهایشي نمرې لري، له څلور بسوو، نیولې بیا تر نهو بسوو پورې په مساحت نمرې دي، دا به د محمداغې په ولسوالۍ هغو ښوونکو ته چې دلته په تدریس باندې بوخت دي او د همدې ولسوالۍ دي، په دوی به ووېشل شي، کله چې ښوونکو کارونه شروع کړل نو دا نورې چارې بهيې هم پیل شي."
د شخړو د هواري برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیر قمرالدین شکېب چې د ښوونکو د ښارګوتي د پرانیستې ګډونوال و، وايي د دې ښارګوټي ستونزې هوارې شوي او دا دی رسمي پرانېستهيې وشوه.
ښاغلی شکېب زیاتوي:
"د جلاالتماب ولسمشر د حکم سره سم یوه با صلاحیته پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې به ټول افغانستان کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو ستونزه حل او مستحقینو ته چې هغه ښوونکي دي، باید نومرې ووېشل شي، د محمداغې په ولسوالۍ کې د ښوونکو دا ښارګوټی چې څه باندې نهه سوه نمرو باندې شامل دی، رسماً پرانیستل شو."
د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي چې دوی د ولایت په کچه د ښوونکو د ښارګوټو لپاره ۱۶ زره جریبه ځمکه مشخصه کړې او ډېر ژر به په برکي برک او مرکز پل علم کې هم د ښوونکو لپاره د ورته ښارګوټو د جوړولو کار پیل کړي.
ښاغلی فدايي وايي:
"نن مو د محمداغې ولسوالۍ اړوند ټولو ښوونکو ته د نومرو د وېشلو لړۍ پیل کړه، په راتلونکي کې مو پلان دا دی چې په برکي برک او مرکز پل علم کې هم نومرې ووېشو، د ښوونکو د نومرو لپاره مو ۱۶ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده."
عبدالحکیم حکمت د هغو ښوونکو نه دی چې د ښوونکو په نوي ښارګوټي کې یوه نومره ځمکه ورکړل شوې ده.
نوموړی وايي، حکومت باید د کورونو د ابادولو برخه کې هم دوی سره مرسته وکړي:
"دا لس کاله موږ د دې په تمه تږي ناست وو، په دې به انشاءالله زموږ د ژوند مشکل څه نا څه راحل شي، خو چې نوره همکاري هم دولت راسره وکړي، دا به جوړوي څوک، د اوبو ستونزهيې، د لارې ستونزهيې، د تعمیر ستونزهيې، په دې معاش خو یقین وکړه، که د کور ګوزاره هم پرې کېږي، زه به څنګه وکولای شم، دا کور اباد کړم."
د نظر خاوند وحیدالله عبدالرحیمزی ښوونکو ته د ځمکو وېش د ښوونیز بهیر د ښه کولو لپاره د یو ښه ګام په توګه بولي او زیاتوي:
"زه فکر کوم دا د درس په کیفیت باندې یو په دوه تأثیر لري، تاسو فکر وکړئ که معلم ارامه شپه تېره کړي، هغه به د سبا ورځې تدریس لپاره ډېر ښه تیاری نیسي، د هغه نه به محصلان اعظمي استفاده کوي، د ده په ترفېع او علمي تحقیقاتو باندې واقعاً لوی اثر لري."
د یادونې وړ ده، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې اوسمهال ۶۳ ښوونځي، ۵ دینې مدرسې، یوه کثیر الرشتوي مسلکي لېسه او د ښوونکو د روزنې یوه الحاقیه فعالیت لري چې د ۱۵۰ ښځينه ښوونکو په ګډون پهکې ۸۹۵ تنه ښوونکي پر تدریس بوخت دي.
د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي د ځمکې پر سر د تېرو څو کلونو راهیسې دعوې موجودې وي او له همدې کبلهيې کارونه ځنډېدلي ول.
راپور: نجیبالله الوخېل