د افغانستان د پوهنې وزیر وايي چې د ښوونکو د کاري اعتصاب د پای ته رسولو لپاره د دوی ځیني غوښتنې مني خو ځیني یې وخت او کاري پړاوو ته اړتیا لري.
اسدالله حنیف بلخي د چهارشنبې په ورځ له یو شمېردولتي چارواکو سره یوځای د ښوونکو د اعتصاب په اړه د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی و.
په داسې حال کې چې د کابل ښارد یو شمېر لیسو د ښوونکو اعتصاب له یوې نیمې میاشتې اوړي، د پوهنې وزیر وايي چې د دوی ځیني غوښتنې مني او نورې یې کاري پړاونو او وخت ته اړتیا لري چې ورباندې کار روان دی.
د پوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي د چهارشنبې په ورځ له یو شمېر نورچارواکو سره یوځای د دې ستونزې د حل په خاطرد ولسي جرګې استجوابیه غونډې وربلل شوی و.
ښاغلي حنیف وویل چې ښوونکو ته د نمرو د ویشل لړۍ پیل شوې او همدا رنګه په یوه اوونۍ کې به د دوی د کاري ساعتونو په اړه هم وروستۍ پریکړه وشي:
((له استادانو سره ژمنه کوم چې تر چهارشنبې یا تر راتلونکې شنبې پورې به دوی ته ښه ځواب ورکړم او د دوی قناعت مې هم ترلاسه کړی چې دغه موادر دي چې دوی یې یادونه کوي تعقیبوم.))
معترض ښوونکي څلورعمده غوښتنې لري چې لومړی د پخوا په شان پرته له بسته، د ښوونکو پرته له قدمونو یعنې د ترفیعاتو اجراء کول، دویمه غوښتنه یې د معاشونو او مسلکي امتیازاتو زیاتوالی، دریمه د ښوونکو د تدریسي ساعتونو کموالی، د دوی عمر او د خدمت د مودې په نظرکې نیولو سره او څلورم هم دوی ته په مناسبو ځایونو کې د نمرو ورکړه.
د پوهنې وزیر وايي، د معاشونو لوړولو او ترفیعاتو اجرا کول اوږد مهالو کاري پړاونو او زیات وخت ته اړتیا لري چې په دې برخه کې د دوی هڅې روانې دي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه چې په تېرو نهو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونکو ته ۸۰ زره نمرې ویشلې او اوس یې هم لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د افغانستان د مځکې د ارضۍ رییس جواد پیکار وايي چې په ټول هېواد کې یې ښوونکو ته د نمرو لپاره څه باندې ۵۶ زره جریبه ځمکه پوهنې وزارت ته په واک کې ورکړې چې ترډېره د زوراکو له خوا غصب شوې ده.
د ولسي جرګې رییس اوغړي له حکومت غواړي هرڅومره چې ژرکیږي په ټول هېواد کې دی د ښوونکو ستونزه هواره کړي.
د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له معترضو ښوونکو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشت په برکت خپل اعتصاب پای ته ورسوي:
((زه د ولسي جرګې په استازیتوب د روژې مبارکې میاشت په برکت له دوی غوښتنه کوم چې خپل اعتصاب پای ته ورسوي، ولسي جرګه یې په خوا کې ده او له حکومته هم غواړم چې پوهنې ته په احترام هغه ژمنې چې له ښوونکو سره یې کړي علمي کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نهه میاشتې مخکې ښوونکو ته ویلي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې ډیرۍ ستونزې ورهوارې کړي خو ښوونکي وایې چې د نهومیاشتو په تیریدو یې تراوسه یوه ستونزه هم نه ده حل شوې.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې حکومت دې د ښوونکو معاشونو او د هغوی ژوند ته خاص پام وکړي، ترڅو دوی په ارامۍ سره نوی نسل ښه وروزي او د هېواد راتلونکی ورسره روښانه شي.
راپور: رحمت الله افغان