افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او اظهارالحق نوید داسې لوبغاړي دي چې په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی.

راشدخان بیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.

کرکټ بورډ په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مهالوېش له مخې به دغه ټېسټ سیالي د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي.

دغه راز د غوره شویو لوبغاړو په تړاو ویل شوي: "افغان لوبډلې ته چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزی او نجات مسعود او ځوان ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی اظهار الحق نوید اضافه شوي دي. دغه راز کریم جنت چې په تېرو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، هم د دې لوبډلې برخه شوی دی."

په دې ۱۵ـ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، افسر ځاځی، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي.

سربېره پر دې ضیاالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مله دي.

د ویلو ده چې افغان لوبډلې تازه د سریلانکا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په ورستیو دوه لوبو کې په لویو توپیرونو ماتې وخوړې.