د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبۍ کې تمرینات پیل کړي


په ابوظبۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی د تمرین پرمهال
په ابوظبۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی د تمرین پرمهال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبۍ کې تمرینات پیل کړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره په ابوظبۍ لوبغالي کې تمرینات پیل کړي دي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته د لوبغاړو د سفر او هلته د تمریناتي کمپ په تړاو څه نه دي ویلي، خو ابوظبۍکرکټ او سپورټ مرکز په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې افغان لوبډلې د فبرورۍ په ۷مه هلته تمرینات پیل کړي دي.

افغانستان به له عربي متحده اماراتو سره د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه لومړۍ لوبه ترسره کړي او پاتې دوه لوبې یې د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه پلان شوي دي.

د ویلو ده چې اوس هم د افغانستان ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د اماراتو په نړیوال او د بنګله دېش په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG