د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله اماراتو ته لاړه


د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله له سریلانکا او بنګله دېش سره د سیالیو لپاره پرون د متحده عربي اماراتو دوبۍ ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان لوبډله به د راتلونکې یکشبې په ورځ له بنګله دېش سره څلور ورځنۍ سیالۍ پیلوي او بیا به د همدې میاشتې له اتلسمې تر ۳۰مې پورې د بنګله دېش او سریلانکا له لوبډلو سره درې اړخیزې سیالۍ وکړي.

دغه راز کرکټ بورډ وايي چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په لومړۍ او درېیمه نېټه یې له سریلانکا سره دوه یو ورځنۍ لوبې هم پلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG