د افغانستان په جنوب کې د يوه سړک د جوړولو چارې پیل شوي

د افغانستان په جنوب کې د هېواد د شمال او جنوب د يو نښلوونکي سړک د جوړولو له بهیره یو انځور

د افغانستان په جنوب کې د هېواد د شمال او جنوب د يو نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.

دغه سړک په لومړي پړاو کې کندهار د اروزګان د مرکز ترينکوټ او بیا د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ سره نښلوي او په دوهم قدم کې به د دايکندي ولایت له لارې د هېواد شمالي ولایتونو ته غځول کېږي.

ياد سړک د طالبانو د کانونو وزارت له لوري د يو کان د استخراج په بدل کې جوړېږي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور