د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د ارزګان والي: ۳ لوی سربندونه او د ارزګان-کندهار ترمنځ ۲۶ کیلو متره سړک رغېږي


د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، سږ کال مرکزي ادارې ورته یو شمېر لويې او وړې پروژې منظورې کړي چې په پلي کېدو سره به یې د دې ولایت د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلونونه راشي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ازادي راډيو ته وویل، دې پروژو کې درې لوی سربندونه او د ارزګان-کندهار د لويې لارې رغول دي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:" د ارزګان کندهار ترمنځ د ۲۶ کیلومتره سړک رغول دې پروژه کې شامل دي چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. د سراوې بند په څلويښت میلونه افغانیو رغیږي، همدارنګه په چینارتو ولسوالۍ کې د شپلوغ بند د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي. د اویا میلیونه افغانیو په ارزښت درې نورې پروژې هم منظور شوي چې له ډلې یې یوه د زراعت پروژه ده چې ۳۰ شنې خونې به جوړې شي، یو روزنتون او د پوهنتون لپاره یوه پروژه هم منظور شوې ده."

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

د ارزګان والي زیاتوي دغه ولایت کې به د اغا جان په نوم د یو بل بند د سروې چارې هم ژر پیل شي.

د ښاغلي شېرزاد په وینا ځینې نورې وړې پروژې هم شته چې روان ۱۴ سوم کال کې به عملي شي.

خو ارزګان کې جګړې او ناامنۍ د دې پروژو د عملي کېدو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي که څه هم ډاډ څرګندوي چې د دې پروژو د عملي کېدو لپاره به امنیتي شرایط برابر کړي، خو دې ولایت کې مدني فعالان د دې پروژو امنیت ته اندېښمن دي او له طالبانو غواړي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې دې د بیارغونې د چارو مخه نه نیسي.

له دې ډلې مدني فعال ولي محمد ازادي راډيو ته وویل: "زه زیات خوشحال یم چې د ترینکوټ پر سیند بندونه جوړیږي، خو دا بندونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، غوښتنه مې له طالبانو دا ده چې د دغه بندونو په جوړولو کې له افغان دولت سره همکاري وکړي ځکه دا ملي پروژې دي او ټولو خلکو ته یې ګټه رسیږي."

که څه هم طالبانو په وروستیو کې په ټینګار سره ویلي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د بیارغونې د پروژو د عملي کېدو مخه نه نیسي.

خو تر دې مخکې افغان چارواکو دا ډله د بیارغونې پر پروژو په بریدونو تورن کړي، هغه تورونه چې ډېر کله طالبانو رد کړي دي.

که د ارزګان لپاره هغه پروژې چې د دې ولایت والي یې یادوي عملي شي، دې ولایت کې به زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه کړي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG