د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

موټر چلوونکي او خلک: له ۱۰ ورځو راهیسې طالبانو د ارزګان-کندهار لار تړلې


د ارزګان-کندهار لار
د ارزګان-کندهار لار

د ارزګان-کندهار د لويې لارې پرسر تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي، دا لاره نن لسمه ورځ ده چې طالبانو د ملکي خلکو پر مخ تړلې چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم د لارې تړل کېدو له امله ګڼ شمېر موټرونه او مسافر په ترینکوټ ښار کې بند پاتې، خو یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې د خلکو د مجبورۍ پر اساس کندهار ته دوه شپې او دوه ورځې مزل کوي.

۳۸ کلن محمد رحیم د ارزګان او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر موټر چلوي وايي، کله چې طالبانو ورباندې یاده لار وتړله، نه یوازې دا چې ګټه يې نه ده کړې، بلکې ورته څو چنده زیان رسیدلی دی.

دی وايي، یاده لار چې مخکې اته ساعته وه اوس ۲۴ ساعته شوې او خلک د مجبورۍ پر اساس پرې مزل کوي: "طالبانو له تېرو لسو ورځو راهیسې لار تړلې، موږ يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي یو، زه به پر په ۱۵ زره کالدارې تلم او راتلم، خو اوس چې کله ځم ۴۵ زره کالدارې راته زیان رسېږي، دا هر ځل چې ځم ژوند مې له ګواښ سره مخ وي، ځکه سړک نشته او په غرونو کې پر فرعي لارو د مجبورۍ له مخې ځو."

محمد رحیم وايي د ارزګان-کندهار لویه لارچې مخکې اته ساعته وه اوس ۲۴ ساعته شوې.
محمد رحیم وايي د ارزګان-کندهار لویه لارچې مخکې اته ساعته وه اوس ۲۴ ساعته شوې.

د کندهار او ارزګان لارې تړل کېدو د نورو ستونزو ترڅنګ په ښار کې د خوراکي بیې هم لوړې کړي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو پرله پسې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب یقیني کړي او د هغوی د ازاد تګ راتګ مخه دې نه نیسي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په دې اړه نا خبري ښيې وايي، یاد لاره که د دوی د ملګرو له لوري تړل شوي هم وي، نو دا کار يې د ملکي خلکو د خوندیتوب په موخه کړی دی.

دی وايي، دا چې یاده لاره د دوی تر ولکې لاندې ده نو وېره لري چې افغان دولت د ملکي خلکو پر موټرونو بمبار و نه کړي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین هم د طالبانو له لوري د یادې لارې تړل کېدل مني خو وايي، دا لار طالبانو د کندهار په مربوطاتو کې تړلې ده.

په دغه ولایت کې د پولیسو ویاند مغفور الله سالار ازادي راډيو وویل چې د ارزګان اړوند لاره د ملکي خلکو پرمخ خلاصه ده او د افغان دولت تر ولکې لاندې ده: "د ارزګان ـ کندهار د لويې لارې پرسر د موټر چلوونکو سره ناسته وشوه او ستونزې واورېدل شوې، هغه ستونزې چې پر یاده لاره موټر چلوونکو ته جوړیږي، د کندهار په مربوطاتو کې طالبان جوړوي، زموږ په مربوط ساحه کې امنیت دی او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ کوي، پلان لرو چې ژر تر ژر پر یاده لاره عملیات ترسره کړو."

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د امنیتي او ولایتي چارواکو سره هم خبرې وکړې خو بریالۍ نه شوه.

د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لویه لار چې د دغه ولایت د خلکو لپاره مهمه لار ده داسې مهال د ملکي خلکو پرمخ تړل شوې چې دغه ولایت پر جګړو او کرونا سربېره سږکال وچکالۍ هم سخت ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG