طالبان: کابل کې د چین سفارت افغانانو ته ویزه ورکول له سره پيل کړي

په کابل کې د چین سفارت

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت افغانانو ته د ویزې ورکړه له سره پيل کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "هغه کسان چې د چین د ویزې غوښتونکي دي، کولای شي په افغانستان کې د چین سفارت ویبپاڼې ته ولاړ شي او هلته په انلاین بڼه خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي."

چین وروسته تر هغه افغانانو ته دویزې ورکړه درولې وه چې په هغه هېواد کې د کرونا پېښې ډېرې شوې وې.

چین که څه هم د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماتیکې او کونسلي اړیکې لري، خو تر اوسه یې د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.