د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو ځینې مخالفان سره جرګه شوي وو چې دوه ورځنۍ غونډه یې پرون پای ته ورسېده.
د دې غونډې ګډونوال وايي، دوی په افغانستان کې د روان وضعیت په باب نظرونه تبادل کړل او پر نورو اقداماتو یې بحث وکړ.
ویل شوي چې د غونډې برخوالو د طالبانو په وړاندې د سیاسي ډلو پر اجماع هم بحث وکړ.
د غونډې اعلامیه به د چهارشنبې په ورځ خپره شي.
دغه غونډه د اتريش یوه د څېړنيز انسټېټيوټ په نوښت جوړه شوې وه.
زموږ همکار د غونډې له یوه ګډونوال قاري عیسی محمدي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د ویانا غونډه له کومو غوښتنو سره پای ته ورسېده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5