د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سملاسي افغانستان کې د دوی پر ښځینه کارکونکو د نه کار کولو بندیز ليرې کړي.
له دې سره هممهاله نورو سازمانونو او بنسټونو هم د طالبانو دا اقدام په کلکه غندلی او غوښتنه یې کړې چې نجونو او ښځو ته دې د کار او تعلیم اجازه ورکړل شي.
ملګرو ملتونو افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته ویلي چې تر دویم اعلانه دې دندو ته نهځي.
اسدالله لودین د حقوقي چارو له کتونکي او اروپا کې د افغان حقوقپوهانو د ټولنې له مشر میر عبدالواحد سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه ترې کړې چې د طالبانو د دغه بندیز عواقب څه کېدای شي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5