د نوي ښوونیز او تحصیلي کال له پیله پنځلس ورځې تېرېږي، خو د نجونو په مخه ښوونځي او پوهنتونونه لا هم تړلي دي.
دغه راز د دې ترڅنګ طالبانو مدني او د زدهکړو برخې هغه فعالین هم په بند کې ساتلي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل د حق غوښتنه یې کوله.
زموږ همکار، مرسلین ارسلا پر همدې مسایلو په جمهوري نظام کې د تعلیمي نصاب د چمتو کولو کمېتې له غړي، ډاکټر محب زغم سره مرکه کړې او سر کې یې ترې پوښتلي چې طالبان له مکتبه د نجونو د راګرځولو سربېره، د مدني فعالانو په نیولو سره غواړي نړۍ او افغانانو ته څه ثابت کړي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5