ارزګاني کروندګر: که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره شي

يو ارزګانی کروندګر

د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر او ځايي اوسېدونکي وايي، سږ کال د اورښتونو نشتون اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، د دغه ولایت نږدې د ټولو خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او په خبره يي که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره او خلک به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا په خپل یوه تازه راپور کې وایي، په دې هېواد کې د اړمنو کسانو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ ملیون تنو، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ ملیون تنو او اواوس ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور