په کندهار کې د ظاهرشاهي کانال د پاک کارۍ چارې پيل شوي

د کندهار د ظاهرشاهي کانال د پیل شویو پاک کارۍ چارو له بهیره یو انځور

د کندهار د ظاهرشاهي کانال د پاک کارۍ چارې پيل شوي.

دغه کانال چې اتیا کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ښار په ګډون د اوو زراعتي ولسوالیو ۱۵۰ زره جریبه ځمکه او باغونه خړوبوي.

د ارغنداب سندیزي حوزې ریاست مسوولان وايي، د دې کانال پاک کارۍ ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي او د پسرلي تر پایه به يې د پاک کارۍ چارې بشپړې شي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور